تاند- یو شمېر افغان شخصیتونه وايي چې د طالبانو د قطر د دفتر له غړیو سره یې درې ځلې خبرې کړي او دا ډله نور د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار نه کوي.
د ولسي جرګې غړی سید اسحق ګیلاني وايي، د طالبانو د قطر له دفتر او دغه راز د کوټې له شورا سره یې تماسونه نیولي دي.
ده نن /دوشنبه/ ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د قطر د دفتر غړیو ورته ویلي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې دې په ټولو تصویب شویو قوانینو له سره غور وشي او هر هغه قانون چې له شریعت سره په ټکر کې نه وي، ورسره مخالفت نه لري.
د اسحق ګیلاني په وینا طالبانو دغه راز د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه لري او وايي چې د موقت حکومت له جوړېدو وروسته دې په دوو کلونو کې انتخابات وشي.
ښاغلي ګیلاني دغه راز وویل چې طالبان نور د بهرنیو پوځیانو پر وتلو تاکید نه کوي، هغوی وايي چې اکثره امریکايي پوځیان وتلي او د پاتې عسکرو د وتلو پر مهالوېش خبرې کېدای شي.
د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
ګیلاني په عین حال کې په دې نهیلي وښوده چې په دې برخه کې د افغانستان د حکومت ځواب تود نه و.
ویل شوي چې د طالبانو د قطر له دفتر سره په تماس نیوونکو شخصیتونو کې د اسحق ګیلاني ترڅنګ د ولسمشر غني تره قیوم کوچی، د سوداګرۍ پخوانی وزیر انوار الحق احدي، د مجاهدینو د حکومت صدراعظم احمدشاه احمدزی، د ولسي جرګې غړی حاجي فرید او د اسلامي حزب محمد زمان مزمل شامل دي.
د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سپټمبر او اکتوبر په لومړیو کې لږترلږه دوه پړاوه خبرې په دوحه کې وشوې او ټاکل شوې وه چې د اکتوبر په وروستیو کې بل پړاو خبرې په سعودي عربستان کې وشي خو طالبانو ته د پاکستان د خبرداري له کبله دا پروسه په ټپه ودرېده.
ګڼو رسنیو د طالبانو د مشرانو په قول وویل چې پاکستان د طالبانو د دوحې د دفتر درې کسیز پلاوی اسلام اباد ته وروباله او په دې یې غوسه ښکاره چې ولي یې له پاکستانه په پټه خبرې پیل کړي دي.
د ښاغلي اسحاق ګيلاني به هېر وي او يا پر ياد، خو يو وخت څارګرې ادارې نجيب الله ته هم رالېږلی وو چې ځينې خبرې ورسره ومني، خو نجيب ورسره منلی نه وې. هغه به ده ته پر ياد وي چې څه يې ورته ويلي وو او ولې نجيب هغه ونه منلې؟
طالبانو خو ټاکنې ناروا ګڼلې او له خلکو يې ګوتې پرې کړې، نو نن ولې د ټاکنو غوښتنه کوي؟
دوی خو تېره مياشت له قطر نه د مهاجروينو د مسالې او نورو ستونزو لپاره راغلي وو چې له اسلام اباد سره خبرې وکړي، خو بيا وروسته څرګنده چې دوی پر دې وګواښل شول چې زموږ له مشورې (خوښې) پرته يې ولې له حکومت سره خبرې کړي دي.ان تر دې چې ورته وويل شول چې يا مو په خبرو کې شريک کړئ او يا کډې بار کړئ.
نه پوهېږم چې اغا صاحب رښتيا وايی طالبان او که حکومت او که پاکستان يا نوره نړۍ؟
دا چې طالبان په تېرو ۱۵ کلونو کې دې په ټولو تصويب شويو قوانينو له سره غور وشي او هر هغه قانون چې له شريعت سره په ټکر کې نه وي، ورسره مخالفت نه لري.
دوی داسې يوه ماده په ګوتو کړي چې له شريعت سره په ټکر کې ده؟
درست ده، خو لومړی به دوی د هغه قرآن حکم چې ((فی العلم والجسم)) کې څه وايی؟
مولانا محمد خان شيراني :
د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل (فکري شورا) مشر، د مولانا فضل الرحمان د گونديواستازي او د ملي اسمبلې غړي مولانا خان محمد شيراني د نوموړي شورا تر درې ورځنۍ غونډې وروسته رسنيوته ويلي دي، چې د پاکستان په ښوونيز(تعليمي) نصاب کې د قران کريم د جهاد په باره کې اياتونه د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړل شوي وو، چې د کمونيزم پرخلاف خلک چمتو کړای شي.
د دوی ملاتړي خو مولانا فضل الرحمن ومولانا سميع الحق دي او مولانا محمد خان شېراني د جمعيت العلماء د ګوند پورې تړاو لري او په قومي اسمبلۍ د همدې ګوند استازيتوب کوي وايی چې د جهاد اياتونه مو د امريکا د ډاډمنتيا لپاره شامل کړي وو، نو طالبان دې شريعت تعريف کړي؟
د دوی پر اند اسلام يوازې او يوازې تر سترګو تورولو، څڼو پرېښوولو، تورې پټګۍ او تر ږيرې پورې منحصر دی او بس، حال دا چې دوی خو لا هغه قرآن ارزښتونه ((عبادات وحقوقيات)) خو لا څه ان چې په سنتو کې د ((سُنن الهدی او سُنن العادات)) ترمينځ توپير هم نه شي کولی، نو بيا ولې د شريعت پورې نښتي دي؟
وای وړه چې خيشته شي هرڅوک لاس پکښي وهي اودافغانستان اصول همدادي چې ژمی راشي په همدغه بي هوده خبرويې تيرکړي دشپې خوب چاته نه ورځې شپې لويې شي نوچورتونه ووهي هغه خپل چورت حقيقت فرض کړي عيني حقيقت نه وي وروره دطالبانوخبره يوه اوواضح دی چې کړي ده بياتغيرنه پکشي راځې لکه دحکمت يارداسي نه دي چې نن څه ووايې سبايې هغه هيروي اوتاسوهم بي ځایه قلمونه مه ستړې کوئ
هاشمی صاحب دیر اعلی او په زړه پوری مطلب مو لیکلی دی……. ټولو ته معلومه ده خو الله پاک ددوی وشرموی لکه چه شرمیدلی دی…………. بس دا به ووایم … چه دوی هم عام خلک ددی دین په زریعه دوهکه کوی او کفارو څښه خو څه ګیله نشته……………………