تاند- وسله والو طالبانو په نیمروز ولایت کې باري موټرو ته خبرداری ورکړی چې باید دې ډلې ته د بار محصول ورکړي.
د نیمروز د لارې د باري موټرو چلوونکي وايي چې د طالبانو د اقتصادي او مالي چارو کمیسیون د چهارشنبې له ورځې له باري موټرو د ګمرکي محصول په نوم د پیبسو اخیستل پیل کړي دي.
طالبانو تر دې وړاندې له ایران څخه د فراه د ګمرک په لاره له راتلونکو باري موټرو څخه محصول پیل کړي و.
طالبانو وروسته له دې ایران ته له تلونکو او ورڅخه راتلونکو موټرو د ګمرکي محصول په نوم د جزیې اخیستل پیل کړل چې د افغانستان حکومت وویل، نور د پاکستان پر لارو اتکا نه لري ځکه چې متبادلې ترانزیتي لارې یې موندلې دي.
د نیمروز د لارې موټرچلوونکي وايي چې طالبان د سوداګرو ۱۵۰ باري موټر ودرول او هغوی ته یې د محصول اخیستلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه. طالبانو د لاریو چلوونکو ته دا خبرپاڼه سپارلې ده:
د چاه بهار بندر له پرانستل کېدو سره د نیمروز ولایت له لارې ایران ته په سوداګري مالونو د بار موټرو تګ راتګ زیات شوی دی. دې مسلې پاکستان هم وارخطا کړی دی ځکه چې د پاکستان له لارو د افغانستان د ترانزیتي مالونو وړل – راوړل خورا کم شوي دي.