تاند نیوزډیسک: طالبانو له زلمي خلیلزاد سره د اووم پړاو خبرو د پیل په لومړۍ ورځ افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو مهالویش غوښتی.
سرچینې وایي، طالبانو ټینګار کړی چې نورې خبرې دې وروستۍ شي او لومړی دې دوی د بهرنیانو د وتلو په اړه مطمین کړای شي.
خو سرچینه وایي، خلیلزاد بیا نن په دې خبره زیات ټینګار کړی چې طالبان دې نور افغاني مذاکراتو ته کېني.

دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد تر دې وړاندې ویلي وو طالبانو سره به دا وار هم د ځواکونو ایستلو، د ترهګرۍ تضمین، افغاني ډیالوګ او اوربند باندې نهایي خبرې اترې وکړي.

همدا راز مایک پومپیو کابل ته خپل وروستي سفر کې ویلي وو چې هڅه کوي امریکا تر سپتامبر وړاندې طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
بلخوا طالبانو ویلي وو که امریکایان د سولې هوکړې ته رسېدو کې جدي وي نو دا وار خبرې به دواړو لوریو ته برخلیک ټاکونکو پایلو سره مل وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *