لیکنه: حسین حقاني
ژباړه: شاکر حلیم
سرچینه: وال سټریټ ژورنال
د طالبانو ترهګره ډله پرلپسې بریدونه کوي، خو امریکا لا تراوسه د دوی سره د افغان سولې اړوند خبرې نه دي ځنډولې
طالبانو د سولې خبرو پرمهال هم جګړه کوي. د قطر په دوحه کې مذاکراتو هم پر افغانستان د طالبانو بریدونه ودرولي نه دي. د شنبې په ورځ یو امریکایی پوځي ووژل شو. د جولای په اوومه نېټه یوه موټر بم لږترلږه ۱۴ تنه ووژل او د ګڼو ماشومانو په ګډون يې ۱۸۰ تنه ټپیان کړل. د خبرو او جګړې تګلاره ښيي چې طالبانو ته خبرې یواځې له افغانانستانه د امریکایانو د منظم وتلو مانا لري. دا کار نتیجه نلري.
امریکایان باید اوس له طالبانو سره خبرې وځنډوي، ځکه د امریکا باید په قاطعیت او وضاحت ووايي چې د دوی موخه یواځې وتل نه، بلکې سوله ده.
د طالبانو او امریکا د خبرو په تړاو چې تېر اکټوبر پیل شوې، د امریکا ستر مرکچي زلمی خلیلزاد وايي چې هدف “یو داسې سولییز افغانستان دی چې ټول افغانان ځانونه پکې شامل وبولي”. خو طالبانو بیا په خپله یوه ویناپاڼه کې ټینګار چې خبرې “د اشغال د خاتمې او افغان مسلې ته د سوله ایز حل” په موخه ترسره کېږي.
د مستقیمو خبرو له اتو پړاوونو وروسته او همدا ډول په څنډو کې له ګڼو کتنو وروسته هم، د خبرو د محدودې په اړه د طالبانو دریځ هماغه پخپل پخواني حالت پاتې دی.
ېره اونۍ په قطر کې د طالبانو ستر مرکچي عباس ستانکزي وویل چې “د تاوتریخوالي د راکمولو خبره هېڅ مطرح نه ده. هغه دلیل راوړ چې د طالبانو کړنې تاوتریخوالی نه دی، ځکه دا “د بهرني ښکېلاک په وړاندې د جګړې” یوه برخه ده. د مي په میاشت کې، کله چې ښاغلي خلیلزاد په عام محضر کې د تاوتریخوالي پای ته رسولو موضوع یاده کړه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټويټونو سر شو او ویې لیکل چې د اورپکو له لوري د وسلې اېښودلو فکر یو “خوب او خیال” دی.
کله چې د اپرېل په میاشت کې د طالبانو له ۱۴ لوړپوړو مشرانو د سفر بندیز لرې کړ، نو د طالبانو بریدونه هم زیات شول. بیا طالبانو خپل پسرلني عملیات اعلان کړل. د دې ترهګرې ډلې له انده، له خبرو د امریکا نیت د افغانستان څخه پښې سپکول دي.
د ډموکراسۍ ( لسواکۍ) او د طالبانو د حاکمیت تر منځ د تفاهم ټکی څه شی دی؟ لاروښانه نه ده. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام به د “افغان ولس او علماوو” لخوا خو د امریکايي اشغال تر پایته رسېدو وروسته تعیینېږي. په دا ډول ډاډګیرنو باور کول ستونزمن دي. طالبانو په کراتو له ټاکنو سره مخالقت کړی او غیراسلامي يې بولي.
جوته ده چې طالبان پرته له یوه استبدادي او دېکتاتوري اسلامپاله خوځښت پرته بل څوک نه دی. دوی د سپټمبر له یوولسمې وړاندې افغانستان په دیکتاتورۍ او استبداد اداره کاوه. له خبرو د دوی موخه دا ښکاري چې له افغانستانه د امریکايانو وتل د سولې تړون تر پوښ لاندې چټک کړي. پداسې حال کې چې دوی په افغانستان کې له خپلو مرکزونو او په پاکستان کې له خپلو پناه ځایونو د افغانستان فتحې ته چمتووالی نیسي.
طالبان د افغان حکومت سره له خبرو ډډه کوي، د امریکا لاسپوڅی يې بولي او مشروعیت يې نه مني. د طالبانو سختدریځې آیډیالوژکي لېوالتیا ته په کتو، یواځې د خبرو د لارې له طالبانو د زښته ډېر انعطاف تمه لرل بېځایه دي.
د مطلب په وینا، که د طالبانو پر جنګي کسانو پوځي فشار زیات او دوی د صفونو پرېښودل پیل کړي او د دوی ځايي قومندانان معامله کولو ته اړ کړل شي، نو د سولې چانس ډېر دی. نو بیا ځینې طالبان مشران ښايي رانرم شي، د طالبانو لیکې پرېږدي او هغو مذاکراتو ته ورننوځي چې خبره یې د امریکا له وتلو هم اوړي.
امریکا چې څومره بېتابي کوي، همدومره يې د بریا چانس لږ دی. په ۱۹۸۷ کې ټرمپ پخپل یوه کتاب کې ولیکل: “په یوه معامله کې تر ټولو ناوړه کار دا دی چې بېتابه ښکاره شې. ځکه مقابل لوری بیا د وینې بوی اخلي، او ته بیا ختم یې.”
طالبان فکر کوي چې دوی د امریکا د وتلو بوی اخلي. امریکایی جنرال مارک مېلي له وخته وړاندې وتل یوه “سټراټيژیکه تېروتنه” بولي. ښاغلي خلیلزاد هم په ډاګه کړې چې امریکا د افغانستان له جګړې د ځان خلاصولو لپاره هڅې نه کوي. هغه واضح وویل: “موږ یوازې د ځواکونو د وېستلو لپاره تړون نه کوو، بلکې موږ د سولې یو تړون غواړو.”
له طالبانو سره پرته له امتیازه خبرې په سیاست او خبرو کې د دوی د سرټمبګۍ لامل کېږي. دغه چاره د امریکا او افغانستان تر منځ اړیکو ته زیان رسوي، د جګړې په ډګر کې د پوځیانو، په ځانګړې توګه د افغانستان د وسلوال ځواک روحیه او مورال راټیټوي.
خو له طالبانو سره تر هغه د خبرو ځنډول چې دوی له افغان حکومت سره په خبرو کې انعطاف وښيي یا اوربند ته غاړه کېږدي او ژمن ورته پاتې شي، امریکا دې دا سندره پرېږدي چې له افغانستانه وتلو ته بېړه لري.
وروسته دې امریکا له یوه پیاوړي دریځه، خبرې بیا پیل کړي، تر څو د سولې لامل شي، نه دا چې د طالبانو بریا وبلل شي.