تاند- د ولسي جرګې د تېرې دورې د کاپیسا د غړي حاجي فرید له قوله ویل شوي چې طالبانو پنجشېر ته استولی څو د دغه ولایت له خلکو سره د طالبانو په استازیتوب خبرې وکړي.

ویل شوي چې حاجي فرید د طالبانو د قطر د دفتر د یوه پلاوي په مشرۍ پنجشېر ته تللی او د پنجشېر علماوو ته یې بلنه ورکړې چې په قطر کې د طالبانو له مشرانو سره مخامخ خبرې وکړي. (نور ولولئ)

حاجي فرید د پنجشېر علماوو ته وړاندیز کړی چې له قطره وروسته دې دوهم پړاو خبرې په پنجشېر کې وشي.

طالبانو په قطر کې د پګواش په وروستۍ غونډه کې ویلي و چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو او قومونو له استازو سره خبرو ته لېوال دي.

دې ډلې ویلي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي.

د حاجي فرید له خولې هم ویل شوي چې طالبان د کابل له ادارې سره د خبرو پر ځای د پنجشېر له خلکو سره خبرې کوي.

طالبانو او د افغانستان حکومت تراوسه پوري د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *