تاند- وسله والو طالبانو د کندوز د پنجشنبې د شپې د پېښې په تړاو نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په هغه ځای کې موجود نه ول چې امریکايي الوتکو پرې بمباري وکړه.
طالبانو همداراز ویلي چې هیڅوک له خپل کوره پوځي اډه نه جوړوي او نه دوی د پېښې په مهال کومه غونډه جوړه کړې وه.
طالبانو دا خبرپاڼه وروسته له دې خپره کړه چې د افغانستان دفاع وزارت ادعا وکړه چې په بمباري شوي کلي کې د طالبانو د کندوز د پوځي کمیسیون د مشر په کور کې غونډه روانه وه.
د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري پرون /شنبه/ یوې خبري غونډې ته وویل«موږ ته راپورونه رارسېدلي ول چې د طالبانو مهم قوماندانان الچین پله ته نژدې په (بوز کندهاري) کلي کې راټول شوي او لویه غونډه یې جوړه کړې ده. معلومات مو په دقت وڅېړل، او بیا مو د عملیاتو پلان جوړ کړ.»
جنرال وزیري وايي، په دې جګړه کې د طالبانو د کندوز ولایت د پوځي کمیسیون مشر ملا ضیاالرحمن متقي د خپلې کورنۍ له غړیو سره ووژل شو.

د دفاع وزارت د ویندوی په وینا د طالبانو قوماندانانو له ملکیانو څخه د ډال یا سپر په توګه کار واخیست چې له کبله یې د جګړې په ترڅ کې د ملا ضیاالرحمن متقي د کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.
وزیري وايي چې د طالبانو څو نور قوماندانان ملا مصطفي، قاري جمال، ملا محمد یار، ملا منصور او قاري بلال هم په دې جګړه کې وژل شوي دي.
طالبانو د امریکايي الوتکو له بمبارۍ او جګړې وروسته ادعا کړې وه چې ۱۶ امریکايي پوځیان یې وژلي دي.
خو طالبانو په نننۍ خبرپاڼه کې ویلي چې د رسنیو له لوري خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري او بهرنیان غواړي له ترسره کړي جنایته د خلکو پام په بله واړوي.
طالبانو تاکید کړی چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې هیڅوک نه غواړي چې له کوره یې پوځي اډه جوړه شي.
د امریکا پوځ د بمبارۍ په لړ کې د ملکیانو مرګ ژوبله نه ردوي او د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د دې پېښې په اړه وویل«زه دې ته له کتو پرته چې په څه ډول حالت کې دا کسان ووژل شول، د بې ګناه انسانانو پر وژل کېدو ژور خواشینی یم. موږ به له خپلو متحدانو سره څېړنې وکړو، حقیقت به معلوم کړو او د افغانستان له حکومته به وغواړو چې په دې برخه کې راسره مرسته وکړي.»
دولت وزیري نن یوې خبري غونډې ته وویل، موږ ته راپورونه رارسېدلي ول چې د طالبانو مهم قوماندانان الچین پله ته نژدې په بوز کندهاري کلي کې راټول شوي دي، وروسته د اردو خاصو ځواکونو عملیات پلان کړل چې د طالبانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول. د جګړې په ترڅ کې ۳ خاص ځواکونه او ۲ امریکايي سلاکاران هم ووژل شول.
د شاهدانو په وینا د کندوز د بوزکندهاري په کلي کې د ناټو ځواکونو په هوايي حمله کې د ښځو او ماشومانو په شمول نژدې ۴۰ تنه ملکیان او همداراز یو شمېر وسله وال طالبان ووژل شول او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل شول.
بیا هم وایم دکندوز پیښه دزغملو وړ نه ده، دغه فاجعه دجنګی مجریمونو دمحترمی اداری او نورو بشردوسته ادارو تر کلکی څیړنی لاندی ده، په دغه عام وژنه کی نه لوړ رتبه امریکایی ځان خلاصولای شی او نه افغان چارواکی ځان خلاصولای شی
مننه کووم دهغه ادارو او هغه ورونو څخه چه ددغی فاجعی په هکله یی دجنګی مجریمونو محترمی اداری ته بی پری لیکونه، اسناد اومشوری لیږلی دی
که امریکایی او افغان چارواکی په دیی فکر وی، چه دپخوا په شان به د بوز کندهاري دکلی عام وژنه هم سر سری تیره شی، نو دابه ددوی یوه لویه اشتباه اوناپوهی وی
اخرنی معلومات دادی چه امریکایی قواوی ددغی فاجعی غلط کوردینات او پړه په افغان چارواکو وراچوی
دنړی جنګی مجریمین باید دمحکمی میز ته راکش شی
دا ډيره بده پيښه وه، ځکه چې ماشومان او ښځینه پکې ووژل شو. دا پړه ټوله د بې غیرته، بې ایمانه او بې پښتو طالبانو ده، ځکه چې کله هم پدوی فشار راغلی دوی ماشومان او زنانه ډال کړي. دوی ښه وايي هیڅوک د خپله کوره پوځي اډه نه جوړوي،تاسو د هغوی د کوره پوځي اډه جوړوئ. دوی هر وخت د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان محفوظ ګڼي. ټولو اففغانانوته د اطرافو حالات او ژړوند معلوم دی، زه پدې کې خلک هم ګرم ګڼم ځکه هغوی یا د ویرې او یا د خواخوږۍ له امله دې بې ایمانه طالبانو ته ځای ورکوي او د دولت سره همکاري نه کوي. که چیرې د کلیو او اطرافو خلک دوی ته د پټيدو ځای ورنکړي دا بې غیرته طالبان هیڅکله هم ورانکاري نه شي کولی. د داسې خلکو سره چې ستاسو نمک هم خوري او بیا ستاسو د کورو څخه په دولت حملې کوي او بیا بیرته تاسو ډال کوي ولې اجازه ورکوئ؟
دىته داسى جنګى جنايت،ويلۍ شى لکه چه، دخداى ټول،مخلوق مو قتل کړى وى دولت د هم دداسى نظام په جوړولو وشرميږى چه په هغى کىڅوګ ژوندۍ نه پاتيږى طالبان د خداى داسى وشرموى چه هيڅکله دنظام خاوندان نشى او داټول الله ج ددوى له بچو وباسى او پر بيګناه خلکو دالله خپل رحم وکړى امين يآ ربه.