تاند، شنبه، د ثور ۶مه: طالبان وايي، له ګاونډیانو سره نیکې اړیکې غواړي او هیچاته به اجازه ور نکړي چې افغان خاوره د بل پر ضد وکاروي.
د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی د هند په شمول له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ساتل غواړي.
شاهین په ډیلي کې د نړیوالې ترهګرۍ د مخنیوي سازمان غونډې ته په ویډیويي وینا کې د تحلیلګرانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي، که طالبان واک ته ورسېدل، نو د هرې هغې ترهګرې ډلې پر ضد به قانوني چلند وکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد کارولو هڅه کوي.
شاهین چې کله له هند سره د اړیکو په اړه وپوښتل شو، زیاته یې کړه طالبان د متقابل درناوي او متقابلو ګټو د خوندیتوب د اصل له مخې د ښه ګاونډیتوب غوښتونکي دي: (( موږ به د نورو هیوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه کارېدو قانون جوړ کړو او کلک عمل به پرې وکړو.))
طالبان په داسې حال کې له هند سره د دوستۍ خبره کوي، چې په خپله واکمنۍ کې یې پاکستاني ترهګرو د هند یوه له مسافرو ډکه الوتکه کابل ته راتښتولې وه او طالبانو د دغې الوتکې د بیا ورخوشې کولو په بدل کې د پاکستان د جیش محمد ترهګرې ډلې مشر د هند له زندانه راخلاص کړ.
نړیوال شنونکي وايي، پاکستان په افغانستان کې د همدې لپاره د طالبانو نفوذ او واک لپاره هڅه کوي چې د هند د سیاسي او دوستانه نفوذ مخه پرې ونیسي او هند له سیمې څخه تجرید کړي.
د دغې ډلې ویاند سهیل شاهین په داسې حال کې د ګاونډیانو پر ضد د افغان خاورې نه کارېدو لپاره د قانون جوړولو خبره کړې چې طالبانو امریکا ته هم ژمنه ورکړې چې القاعده او نورې ترهګرې ډلې چې پخوا د دوی تر چتر لاندې یې فعالیت درلود، مخنیوی به یې وکړي.