تاند نیوز ډیسک: د طالبانو نظامي کمېسیون رسنیو ته ګواښ کړی چې د طالبانو ضد اعلانونه دې نه خپروي ګني تر هدف لاندې به یې ونیسي.
طالبانو ویلي که رسنۍ د دوی ضد اعلانات بند نه کړي، د حکومت د استخباراتي برخې په توګه به یې تر بریدونو لاندې ونیسي.
طالبانو رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي، ولایتونو او کابل کې ځینې رسنۍ دوی ته له سپکاوي ډک اعلانات او د خاصو امنیتي ادارو تلیفون شمېرې خپروي او خلک د دولت جاسوسۍ ته هڅوي چې دا ډول له طالبانو سره د دښمنۍ اعلانات ژر تر ژره باید یوه اونۍ ک دننه دننه ودرول شي، ګني طالبان به هغه رسنۍ د دښمن د استخباراتي بنسټونو په توګه هدف لاندې ونیسي.
طالبانو ویلي په داسې صورت کې به د دغو رسنیو ودانۍ، خبریالان، کارکوونکي هیڅ یو خوندیتوب ونه لري.
دا د طالبانو لومړی ځل نه دی چې رسنیو ته ګواښ کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم له ګڼو محلي رسنیو غوښتي چې خپل نشرات د طالبانو له خوښې سره عیار کړي.
له خبریالانو د ملاتړ بنسټونه د طالبانو دا ډول ګواښونه د رسنیو د ازادۍ خلاف بولي او وایي د طالبانو دا کار د هغوی دا دریځ غلط ثابتوي چې وایي، دوی اوس ډېر بدل شوي دي.
د کابل پریس کلب مشر عزیز تسل په دې اړه وایي، طالبان دې له حکومت سره خپله دښنمۍ کې رسنۍ نه راشریکوي.
طالبانو په تېرو څو کلونو کې د رسنیو کڼ کارکوونکي په نښه کړي چې وروستبو څو کلونو کې ورسره داعش ډلې هم دې برخه کې لاس یو کړ او تیر کال یې په یوه ورځ ششددرک کې ۱۱ خبریالان ووژل او ګڼ نور ټپیان کړل.
له دې کبله افغانستان اوس د بیان د ازادۍ برخه کې لومدی درجه خطرناک هیواد بلل کېږي.

د کابل پریس کلب مشر عزیز تسل په دې اړه وایي، طالبان دې له حکومت سره خپله دښنمۍ کې رسنۍ نه راشریکوي.
— نو تسل ته دي وویل سي چي معادله دوه اړخونه لري، که احیاناً طالبان رسنيو ته پیسې ورکړي آیا رسنۍ به ددوی خبرتياوي او اعلانونه د دولت او یرغلګرو امریکانو پر ضد خپاره کړي—
رسنۍ باید خپل حد وپېژني..ږ