تاند، دوشنبه، د جدي ۲ مه: د طالبانو یو پخوانی چارواکی وايي، د طالب مشرتابه لخوا به د لس ورځني اوربند په اړه پریکړه سبا سه شنبه (دریم د جدي) نهایي شي.
نوموړي له تاند سره په خبرو کې تایید کړه چې د څو ورځو راهیسې ، د طالبانو مشرتابه د امریکا په غوښتنه پخپلو کې سره مشورې کوي چې د سولې د تړون تر لاسلیک وړاندې په افغانستان کې د لسو ورځو اوربند اعلان کړي که نه؟
د راپورونو له مخې له قطر څخه یو درې کسیز پلاوی قطر ته د ۱۰ ورځو عمومي اوربند په اړه له مشرتابه سره د مشورې لپاره پاکستان ته تللی او هلته ورته اجازه هم ورکول شوې، خو پخوانی طالب چاروامی مولوي قلم الدین وایي، د طالبانو مشورتي پلاوی لاهم له پاکستانه نه دی ستون شوی او دا روښانه نده چې ایا د طالبانو مشرتابه په عمومي اوربند موافقه کړې که نه: ((نن یا سبا د طالبانو د مشرتابه پریکړه چې د ۱۰ ورځو عمومي اوربند اعلان کړي حتمي دي ، ډاډه نه یم چې دوی به اوربند وکړي او که نه))
په ورته وخت کې د طالبانو پخواني غړي سید اکبر اغا هم تاند ته وویل، د لسو ورځو عمومي اوربند اعلانولو پریکړه لا نهايي شوې نه ده ، خو په وینا یې ممکن لس ورځې عمومي اوربند اعلان شي: ((د طالبانو مشرتابه ممکن د لسو ورځو عمومي اوربند سره موافقه وکړي.))
له بلې خوا ، په قطر کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو مشرتابه په ۱۰ ورځني اوربند موافقه کړې ده.
دغه خبر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له خوا په رسمي ډول نه دی تایید شوی خو د طالبانو د جنګي برخې ویاند ذبیح الله مجاهد بیا تاند ته په یو لنډ پیغام کې ویلي چې هغه نشي کولی له اوربند سره د طالبانو د مشرتابه د موافقې خبر تایید کړي.
يعني اوس د افغانستان او خلک يې دومره کافر او ملحد دي چې، چې قرباني،شهيډان، وطن دفاع هرڅه کفري ده او دا لس ورځې افغانان په په اوربند تير بياسی؟ سر دې له امريکا او له پاکستان سره خلاص دا لس ورځې دې له خپل ښځې سره تېرې کړه لږ به مو نور نور هم ثواب ډير سي د غلام اولاده
لس روځی اوربند یعنی څه ؟ یعنی موقته صلح ، لس روځنی صلح ! اشرف غنی خو دوامداره اوربند ته تیار دی ، تاسی (طالب چارواکی) ولی د اشرف غنی د صلحی د چلنج په مقابل کی پاتی راغلی یاست ؟ اصلآ د افغانستان د ملت د پاره دا غټ سوال دی چه تاسی دغه ډول ګوډی ماتی او د حیرانتیا وړ فیصلی د کوم مرجع نه اخلی ؟ د امریکاړیانو سره اوربند کوی خود افغان مجاهد ملت او دولت سره اوربند نه کوی دا د کوم ځای فتوی ده ؟