تاند، شنبه، د حوت ۳مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د تېرې ورځې له اعلان شاته شوی او ویلي یې دي، دوی هیڅکله عام اوربند نه دی اعلان کړی او هر ډز یې باید تخطي ونه بلل شي.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د توافقنامې د لاسلیک لپاره د مناسبې فضاء په برابرولو کې د ټولو ولایاتو مرکزونه د قول اردوګانو، فرقو، غونډونو او بهرنیو قواو مرکزونه شامل دي او له دې پرته د مجاهدینو هر ډز او برید باید تخطي ونه بلل شي: (( دا عام اوربند نه دی.))
دا په داسې حال کې ده چې ذبیح الله مجاهد تېره شپه جنګیالیو ته په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي وو، چې پر دولتي ځواکونو دې برید نه کوي او د دفاع په حال کې دې پاتې شي، خو نن بیا د بلخ په زارع ولسوالۍ او د پکتیا په ځاځي اریوب کې د طالبانو بریدونه راپور شوي دي.
د زارع ولسوالۍ د برید په اړه د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې طالبانو تېره شپه دوه نیمې بجې پر زارع ولسوالۍ درانه بریدونه کړي دي خو دی طالبانو ته ور یادوي چې پر ژمنه ولاړه پاتې شي ګني دا به ثابته شي چې ګواکې طالبان د یوې قوماندې خلک نه دي.
همدا راز د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي طالبانو ته خبرداری ورکړی که د پام وړ تاوتریخوالي کمولو له طرحې یې سرغړونه وکړه، وبه ځپل شي.
له اروزګان ولایت څخه رارسېدلي خبرونه وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولایت د مرکز ترینکوټ په لمنو او دغه راز څو ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو سخت بریدونه کړي چې د دې خبرد خپرېدو تر شېبې یې دوام درلود.
خو له ګڼو نورو سیمو څخه رارسېدلي راپورونه ښيي چې جګړه نه ده شوې یا خورا کمه شوې ده.
د طالبانو به لاس بخار کوي او دا د سادیزم یوه علامه ده چې که دوي څوک ونه وژني خوب به نه ورځي .
په هرحال سره له خپل عهد اوپیمان نه عدول کول د منافقینو علایم دي. دوی به پدې عمل سره کلیوالو اونړیوالو ته خپله اصلي څهره نوره هم رسوا کړي.
د اسلام ، د افغانستان د ملت او بشریت قسم خوړلی اوتعهد ماتونکی پردی کرایه شوی غلامان دی دوبه د خپلو اعمالو جزاوی هم په دی دنیا او هم په آخرت کی ومومی ، دچوکی او پردیو دپاره چه دا ۳۰ کاله څومره مسلمانان افغانان داسلام او جهاد په نامه وژلی ددی مثال د چنګیز او د تیمور په تاریخ کی موندل کیدی شی . دوی خو د خارجیانو د راتګ نه مخکی هم د افغانانو سره د قدرت په خاطر جنګیدل ، طالبان دروغ وایی چه د اشغال په مقابل کی جنګیژي ،
کله چې شهید ډاکټر نجیب الله ته طالبانو د سولې وړاندیز وکړ نو ډاکټر نجیب الله له دوی څخه د افغانستان د جوړولو لپاره طرحه او پلان وغوښتل شو نو د طالبانو ځواب دا وه چې ډاکټر نجیب الله کافر دی ځکه زموږ د پاکستاني پلان پرځای د روسیی هیواد د افغانستان جوړونې پلان عملي کوي او افغانستان جوړوي همدارنګه افغانانه خپلواکه کوي او بډایه کوي یې، د افغانستان ملت هم د بیسوادۍ له وجې هغه وخت پدې مسله کې چپ پاتې شو او د روسیی هیواد د پوځ مشر هم پدې مسله کې بې غوري وکړه او د افغانستان د حلق دیموکراتیک ګوند د اخرني ولسمشر ډاکټر نجیب الله په امر او غوښتنه یې افغانستان د طالبانو سره د سولې لپاره خالي کړ.
چې په پایله کې طالبانو د ډاکټر نجیب الله سره د سولې خبرو ترنامه لاندې په ارګ کې یوه جلسه ونیوله چې دا غونډه په حقیقت کې د نجیب الله د وژلو لپاره یوه جوړه شوي دسیسه وه چې د پاکستان هیواد په پایتخت اسلام اباد کې طرحه او ترتیب شوي وه، بلاخره طالبانو دغه پاکستانۍ طرحه عملي کړه او ډاکټر نجیب الله یې د تفنګچې په مرمیو په شهادت ورسوه او وروسته طالبانو په دروغو ادعا وکړه چې ګواکي دی طالبانو په اریانا څلور لارې کې اعدام کړئ دی.
نو دا چې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې اصلي حقدار وګټلې نو اوس همغه طالبان چې عصري لباسونه یې پرتن دي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د کافر خطاب کوي او ورته وایې چې د افغانستان د جوړونې پرځای زموږ په شان پرادي هیوادونه جوړ کړه او افغانستان پاکستانیانو ته وسپاره کنه تا به هم د شهید ډاکټر نجیب الله په شان له مینځه ولاړ شې.
د افغانستان سیاسي، اقتصادي او تاریخي وضعیت ته په پاملرنې سره د افغانستان د اوسني حکومت او جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني څخه کلک ملاتړ پکار دی ځکه اوس افغانان ۴۵% باسواده دي او پوهیږي چې یوازې غني ددوی غمخوار دی.
داچې زموږ تیر تاریخ د ټولو موجوده ګوندونو چې په اوسني وخت کې هم یو تعداد فساد او شر خپره ونکي ګوندونه د حکومت په مرۍ یا سر کې کار او فعالیت کوي هویت، موخې او ټول کړه وړه یې په زغرده په ګوته کړیدي چې د اسلام ترنامه لاندې په سلګونه ګوډګیان،جاسوسان، او خاین مشران د افغانستان دشته امکاناتو او بشري قوې څخه د وطن په زیان او د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره کار اخیستۍ دی او دا لړۍ همداسې داوم لري او بلاخره د پرادیو په ګټه تمامیږي.
لکه څرنګه چې ما په پورته کرښو تاسو ته ددې نامشروع کړیو اصلیت په لنډ ډول تشریح او څرګند کړ نو زیرک او هوښیار اوسئ چې د موازي، مشترک، عدالتي حکومتونو په نومونو او یا دیته ورته نومونو تر نامه لاندې حکومتونو او حرکتونو باندې ونه غولیږئ ځکه همدا فاسد خلک د ارزښتناکو الفاظو څخه په استفاده ستاسې ژوند بربادوي او تاسې په کړنګونو غورځوي او ددې خلکو تیرې کړنې او ورانۍ باید هېرې نشي هیله ده چې په دې پلمو خپل ژوند او مال په خطر کې وه نه چوئ او د یوه یا دوو وطن خرڅوونکو د شخي ګټو لپاره استعمال نشئ.
په تیرو ۵ کالونو کې موږ او تاسو ته د غني او د موازی حکومت جوړونکو اشخاصو دریځ او طرحې بشپړې څرګندې شوې چې غني د افغانستان لپاره به لسګونه تجارتي بندرونه، د ریل پټلۍ، بندونه، سرکونه، روغتونونه، پوهنتونونه جوړ کړل او داسې نور ډیر سهولتونه رامینځته کړل او د موازي حکومت پلان کوونکو مو د افغانیت او اسلامیت سره مخالفت وکړ، د الکترونکی تذکرو د ویش لړۍ یې د خنډ سره مخ کړه او داسې نورې ډیرې ستونزې یې خپلو افغانانو ته جوړې کړې.
په همدې اساس ولسمشر اشرف غني هغه څوک دی چې زموږ او ستاسې هویت، وطن او سرمایه یې له ورکیدو او خرڅیدو څخه وژغورل او همدغه فاسد او شر خپره وونکي ګوندونه او اشخاص یې ټولې نړۍ ته ور وپیژندل نو دې مهمو ټکو ته په کتو سره د ولسمشر محمد اشرف غني او افغان حکومت څخه غوڅ او سرخیندونکۍ ملاتړ او تشویق په کار دی ترڅو ددوهم ځل لپاره بشپړ واک ترلاسه کړي او زموږ نیمګړي هیلي په ډیر جرأت او اسانۍ سره بشپړې کړي او د یوه سوکاله، ډاډمن او پرمختللي افغانستان څښتن شو.