تاند، چهار شنبه، د عقرب ۱۵مه: طالبانو په فراه کې ټولې مخابراتي شبکې تر نامعلوم وخته له فعالیته درولي او ورته یې امر کړی چې څومره مالیه حکومت ته ورکوي، همغومره پیسې دې دوی ته هم تحویل کړي.

د فراه د ولایتي شورا سرپرست مشر شاه محمود نعیمي په دې اړه تاند ته په ټیلیفوني تماس کې وویل، له شلو ورځو زیاتې وشوې چې په فراه کې له سلام مخابراتي شبکې پرته هیڅ ډول مخابراتي شبکه فعالیت نشي کولی.

نوموړی وايي، طالبانو ټولو مخابراتي شبکو ته امر کړی چې څومره مالیه دولت ته ورکوي، همغومره دې دوی ته هم ورکړي: (( همدا راز یې د شپې له مخې ورته امر کړی چې خپل فعالیتونه د دوی د تحرکاتو په سیمو کې بند کړي، ځکه دوی فکر کړی چې د شپنیو عملیاتو پر مهال طالبان د مخابراتي شبکو په مرسته پيدا او په نښه کېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ په فراه کې یوازې سلام شبکه فعاله ده، خو ځايي خلک وايي، طالبانو د دغې شبکې له ۱۱ ساحو څخه په ۵ ساحو کې درولې دستګاوې په بمونو الوځولې دي.

د مخابراتو وزارت ویاند شیرشاه نوابي بیا له تاند سره په خبرو کې وویل، د مخابراتي خدمتونو پر وړاندې نه یوازې په فراه بلکې ګڼو ولایتونو کې ورته ستونزې شته او طالبان نه پرېږدي چې د شپې له مخې یا هم د دوی د نفوذ په ساحو کې مخابراتي شبکې فعالیت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *