تاند، سه شنبه، د قوس ۱۹مه: که څه هم د طالبانو او امریکا تر منځ د پردې تر شا مذاکرات نن هم روان دي، خو د قطر له سیاسي دفتره باخبره سرچینې وايي، دواړو لوریو لا هم د تاوتریخوالي په کمولو، اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو په مذاکراتو پيلولو توافق نه دی کړی.

 د قطر دفتر ته نږدې سرچینې وايي، طالبان لا هم اوربند له وخته مخکې خبره ګڼي او له  امریکا سره یې دومره منلې ده چې که د سولې هوکړه وشوه نو د امریکايي اډو په لس کیلو مترۍ کې په عملیات نه کوي.

 خپلواک خبریال سمیع یوسفزی په دې اړه وايي، طالبان د یو اسلامي نظام په رامنځته کېدو ټینګار کوي، خو له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي، نه هم له افغان حکومت سره اوربند کوي.

خو پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا بیا تاند ته وايي، هو کړه نهايي شوې ده او یوازې په حاشیوي مسایلو بحث روان دی او دواړه لوري (طالبان او امریکایان) په خپلمنځي اوربند هم هوکړې ته رسېدلي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ویلي، امریکا ورسره ژمنه کړې چې طالبان به له کابل سره خبرو او اوربند دواړو ته کېنوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *