لشکرګاه

تاند- افغان امنیتي چارواکي او شاهدان وايي چې وسله وال طالبان نن د لشکرګاه ښار ته ننوتل خو د امنیتي ځواکونو له لوري په شا وتمبول شول.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل چې طالبانو په ښار کې دننه پر امنیتي بوستو بریدونه وکړل.

صدیقي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به ژر طالبان له ښاره وباسي.

خو د صدیقي تر څرګندونو لږ وروسته د هلمند چارواکو او ښاریانو وویل چې طالبان له ښاره بېرته ووتل. دوی وايي چې د ښار په هغو برخو کې چې نښتې شوي، وینې لیدل کېږي.

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اڅکزي وویل، طالبان وروسته له دې ښار ته ننوتل چې امنیتي کمربند یې مات کړ. ده هم تایید کړه چې په ښار کې له جګړې وروسته طالبان مجبوره شول چې بېرته ووځي.

تر دې مخکې نن /دوشنبه/ د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي و چې د لشکرګاه ښار دوهمې ناحیې ته ننوتي او همداراز یې د بولان او بشران سیمې نیولي دي.

2 thoughts on “طالبان لشکرګاه ښار ته ننوتل خو بېرته وایستل شول”
  1. د پښتنو هر کلی، هر ښار او هره کوڅه باید په وینو ولړل شي او خونیدې او میندې تباه شي. دا د طالب پیغام دی. زه نپوهیږم چې ،خدای ته، تاریخ ته او ولس ته به د طالبانوځواب څه وي؟ په قتل او تباهي او وطن ورانولو او مسلمان وژلو باندې فخر!

  2. اول خو ده طالبان نه بلکی ظالمانه دی دوی ده قدرت طلبگار دی نه ده شریعت. خدای دی یی تباه کی ده ای ایس ای زامن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *