تاند – د قطر له مرکز دوحې څخه یوې سرچینې تاند ته وویل چې طالبانو د غونډې پر مهال په ښکاره وویل چې دوی له افغان حکومت سره سولې ته چمتو دي خو خپل شرایط لري.

دا غونډه چې سبا به هم دوام وکړي د پګواش په نوم د یوې موسسې له لورې جوړه شوې ده. دا غونډه رسمي غونډه نه ده او له افغانستان څخه چې کوم کسان ورغلي دي هغوی د افغانستان د حکومت په استازیتوب پکې ناست نه دي.

په دغو کسانو کې یوه هم د ولسمشر اشرف غني د ټولنیزو چارو سلاکاره ملالۍ شینوارې ده. خو له افغانستانه یو شمیر نور کسان لکه د ولسمشر حامد کرزي پخوانی لومړی مرستیال یونس قانوني، او یو شمیر نور داسې کسان د قطر په غونډه کې شته چې د ملي وحدت له حکومت سره له نژدې همکار نه دي.

د طالبانو د پلاوي مشري عباس ستانکزی کوي. طالبانو د پګواش له لورې د جوړې شوې غونډې ستاینه کړې ده او وایي چې له دې سره به دوی ته زمینه برابره شي چې نړیوالو ته خپل پیغام ورسوي.

پګواش موسسه چې په نړۍ کې د شخړو او لانجو د مخنیوي لپاره هڅې کوي د نوبل جایزه یې هم ګټلې ده. دې موسسې کال مخکې هم طالبان دې ته وهڅول چې له یو شمیر افغانانو سره په قطر کې غونډه وکړي.

د پګواش په مخکنۍ او روانې غونډې کې دا معلومه شوې ده چې طالبان له میرمنو سره د سولې په خبرو کې له ګډون سره علني مخالفت نه کوي، خو کله چې طالبان له هغو کسانو سره چې د خپلې واکمنۍ پر مهال ورسره په جګړو کې ښکیل و د سولې خبرو ته کښیني نو دا هیلې ورسره زیاتیږي چې د افغانستان له اوسني حکومت سره چې طالبان تر ډیره پخوانۍ دښمني نه لري، ممکن د سولې خبرې مخته یوسي.

ټاکل شوې ده چې د سلواغې په ۱۷ د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي بیا غونډه وکړي او له طالبانو سره د سولې د خبرو پر څرنګوالې خبرې وکړي. تر دې مخکې د همدغو څلورو خواوو تر منځ دوې ځلې غونډې شوې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د سیاسي چارو مرستیال حکمت خلیل کرزي ویلي دي چې افغان حکومت هیلمن دی چې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو لپاره د فبروري تر اخره زمینه برابره شي. پاکستان هم ویلي دي چې په دې خبرو کې به مرسته وکړي.

د سویس په داووس ښار کې تیره اونۍ د نړیوالې اقتصادي غونډې ترڅنګ هم د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د پاکستان له صدراعظم نوازشریف او د امریکا له مرستیال ولسمشر جو بایډن سره د درې اړخیزې غونډې پر مهال له طالبانو سره د سولې د خبرو مساله یاده کړه چې امریکا د افغان حکومت د دې هڅو ملاتړ وکړ.

د قطر په مرکز دوحه کې به د پګواش له لورې جوړه شوې غونډه سبا هم دوام وکړي او ښایي تر دې غونډې وروسته طالبان د یوې اعلامیې له لارې خپل نظر له رسنیو سره شریک کړي.

9 thoughts on “طالبان: له افغان حکومت سره په شرط خبرو ته تیار یوو”
  1. د طالبانو شرطونه د منلو شرطونه دی. هغوی هیسکله به منطق سخه کار نه اهلی او نه د منطق کار ولو استعداد لری.
    د هغوی شرط به دا وی چی ولو حکومت گوژ ته پریژدی او بس

  2. او طالبانو. د خدای لپاره. تاسی ذ اسلام لپاره دا وطن ورانوی او که د پاکستان لپاره.

    پاکستان ستاسی د جگری په مقابل کی دیورند غواری

    د کنر اوبه غواری او تاسی چوپه خوله یاست. الله مو تل خوله پته که

  3. جالبه ده طالیبان په افغانستان د واکمنی لپاره جګړه کوی ، خپل هیواد ورانوی، خلک وژنی خو خبری بیا د دوی په نمایندګی پاکستان کوی. آیا طالبان سیاسی عقل او درایت نه لری؟ په دوی ټولو کی یو تن نه پیداکیږی چی خپل سیاسی موقف معلوم کړی؟ واک ته رسیدل یواځی په ترور وحشت او سر پریکولو یا ښوونځیو او نورو دولتی ادارو په ورانولو لاس ته نه راځی . واک رسیدلو لپاره سیاسی مبارزه هم ضرور ده ، هغه غوټی چی په لاس خلاصیږی خولی ته حاجت نه وی.
    که په 1985 کال کی د ژنیو د موافقو په اساس د مجاهدینو مشران د افغانستان له دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شوی وای نو جنګ به تر نن پوری نه دوامداره کیده. د افغانستان ملی سرمایه چی زمونږ ځوانان دی او د هغوی ترڅنګ د ملی اردو تجهیزات ، الوتکی ، ټانکونه او درنی ، سپکی وسلی به نه کباړ کیدلی ، کورنۍ جګړی به نه شروع کیدلی اوس به افغانستان هم د تمدن د کاروان ملګری وو خو زمونږ جهادی مشرانو لجاجت کاوو او تل به یی ویل چی مونږ د افغانستان له زعامت سره خبری نه کوو. فکر کوم ژوندی مشران به اوس ډیر پښيمانه وی . دوی هرڅه له لاسه ورکړل . جنګی قوت، مجاهدین ، حیثیت او مرام هرڅه برباد شول . اوس به چیرته په غرونو یا د پردیو ملکونو په کوم ذلت باره کمپ کی پراته وی او افسوس به کوی.
    طالبانو ته په کار ده چی له سیاسی درایت نه کارواخلی . د پنجابیانو پرځای خپله خبرو ته حاضر او د افغانستان په سیاسی زعامت او واکمنی کی بی له جګړو داخل شی هم ځانونه او هم وطن او وطنوالو ته نجات ورکړی. فاعتبرو یا اولی الابصار

    [فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا وقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وأَيْدِي المُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُوْلِي الأَبْصَارِ } [الحشر : 2] .

  4. وایی: واحـــــــــــــــــــــــــدالله وســــــــــــــــــــــــیم

    دغه جنګ داسلام لپاره نه بلکی د پاکستان دمنافعو لپاره دی او اساسی لامل یی دډیورنډ دکرښی لاسلیک کول دی او دکنړدسیند په اوبو کی برخه ورکول دی.

  5. کله چې تبصره لیکۍ په احتیاط او منطق ولاړه د اسلامی احکا مواو ملي ګټو ته په کتو سره چې زموږ دا مشکل حل شي با ید تبصره و لیکو، زموږ تبصره با ید د صلحې خبرې تقویه کړي نه دا چې نور هم وا ټن زیات کړو

  6. د قطر پلازمېنه دوحې په زړه کې د روټانا هوټل د طالبانو د سیاسي استازو او ګڼو افغان سیاستوالو، مدني فعالانو، لیکوالو او ژورنالیستانو په ګډون د سولې اړوند نړیوالې ناستې کوربه دی. پرون، د جنوري ۲۳مه، د پګواش ناستې لومړنۍ ورځ وه چې د طالبانو په استازيتوب، د سیاسي دفتر رييس، شیر محمد عباس ستانکزي وینا وکړه.

    د طالبانو د سیاسي دفتر رييس د «اشغال پای او د اسلامي نظام قیام» د سولې په تړاو د اساسي شرطونو په توګه یاد کړل. ښاغلي ستانکزي وویل: «سوله باید د سیاسي، شخصي او ګوندي موخو د ترلاسه کولو وسیله ونه ګرځول شوي». عباس ستانکزي ګډ حکومت او امریکایان تورن کړل چې د سولې لپاره رښتینې اراده نه لري.

    د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «اسلامي امارت لپاره رسمي ادرس، تور او د جایزو لیستونه ختمول، بندیان ازادول او له زهرجنو تبلیغاتو لاس په سر کېدل» د سولې لپاره د لومړنیو ګامونو په توګه یاد کړل. ښاغلي ستانکزي ټینګار وکړ چې «له ځواکمنو تضمینوونکو جهتونو او ټولنو پرته» سوله نه شي راتلی.

    شیر محمد عباس ستانکزي وویل: «د اسلامي امارت سیاسي دفتر د یوه باصلاحیته او مسوول جهت په توګه یوازینۍ مرجع ده چې د اسلامي امارت له خوا د خبرو اترو پوره واک او صلاحیت ورته سپارلی شوی».

    د طالبانو د سیاسي دفتر مشر یو ځل بیا وویلي، چې هغه ستونزې چې بهرنیو ځواکونو پورې تړاو لري له امریکایانو سره به مخامخ وڅېړل شي او کومې برخې چې له افغان لوري سره تړاو لري «افغانان په خپلو کې د هغو د حل لپاره تیاری او توان لري».

    شیر محمد عباس ستانکزي د «اسلامي اصولو، ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې» مدني فعالیتونو، د بیان ازادۍ او د ښځو حقونو ته ځان ژمن وباله. ښاغلي ستانکزي وویل، د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ له نړیوالو سره ښې اړیکې غواړي او د نړیوالو قوانینو له هغو برخو سره مخالفت نه لري چې له «اسلامي اصولو او ملي ګټو او ارزښتونو» سره په ټکر کې نه وي.

    د طالبانو د سیاسي دفتر مشر له بهرنیو ځواکونو غوښتنه وکړه چې له هېواده ووځي «افغان ولس ته د خپل برخلیک ټاکلو فرصت ورکړل شي». ښاغلي ستانکزي د ستونزو د اواري په موخه غوښتنه وکړه چې له دوی سره مخامخ خبرې وشي. طالبان داسې مهال له دوی سره د مخامخ خبرو غوښتنه کوي چې ګډ حکومت د پاکستان له لارې د سولې د څلور اړخیزو ناستو برخه دی.

    د پګواش نړیواله ناسته پرون پیل شوه چې نن به هم روانه وي. د غونډې د ځینو ګډونوالو په وینا، ښايي غونډه له دوو ورځو واوړي.

  7. ASalam،
    واحدالله وسیم،
    اوشاهین افغان صیب؛
    لمر په گوته نه پتیگي؛
    هر چاته معلومه ده چه سوک دچا لپاره جنگیگي،
    اولدطالبانو اعلامیه اوگوری بیا اپلتی لیکی،
    تاسو او خدای چه؛
    دافغانانو لپاره به دغربیانو په مرسته جور حکومت غوره وي که دطالبانو اسلامي امارت؟
    لگ په گریوان کی سر خکته کری
    دنیاوي گتی له ذهنه اوباسی او خالص دالله،ج،درضا لپاره یی اووایی؛،

    1. د پاکستان پکی سه کار دی ، زمونژ دوستی او دوشمنی دواره هپل کار دی ، تاسی خپله هیرا مندیی کنترول کری بیا ورسته د الله او رسول خبری کوی ، الله مو تبا که

  8. Za da hgha kas pa eman ki shak bolam c USS hum da Afghanistan jangh ta mazhabi rang warkawi da bilkul da afghananu qatli am da Islam badnami ao da isI lapara jangh da

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *