تاند- افغان طالبان له امریکایانو سره د نورو خبرو لپاره د یوه نوي پلاوي استولو ته تیاري نیسي.

له پېښور څخه د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره دوو طالب سرچینو وکړه.

اژانس وايي چې نن /سې شنبه/ دوو مسوولو کسانو، چې په پروسه کې ښکېل دي ورته دا هم وویل چې دا ځل به طالبان له امریکایانو سره د بندیانو د تبادلې په اړه هم خبرې وکړي.

سرچینو، چې غوښتل یې نوم یې وانخیستل شي، وویل چې د طالبانو مشران غونډه کوي چې درې کسیز یا څلور کسیز پلاوی او د خبرو موضوع وټاکي.

د دوی په وینا طالبان غواړي د بندیانو پر تبادلې او که امریکا په خبرو کې د بندیانو د خوشي کېدو په برخه کې جدیت وښود د بل پړاو خبرو د ژر پیلېدو په اړه وږغېږي.

یوې سرچینې وویل«دا غونډه به د راتلونکو خبرو په اړه پرېکړه وکړي او وبه ګوري چې ایا امریکا په خبرو کې جدي او صادقه ده.»

سرچینې همداراز وویل«موږ به د افغانستان په محبسونو کې د بندیانو لیست وروسپارو. که دوی زموږ بندیان راخوشي کړل، هاله به د لوی هدف لپاره بلې غونډه ورسره وکړو.»

تر دې وړاندې د سږ کال په جولای کې طالبانو د قطر په دوحه کې د امریکا د بهرنیو چارو د جنوبي او منځنۍ اسیا له مرستیال وزیرې الیس ویلز سره کتلي و.

خو اوس د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د افغانستان د سولې د پروسې لپاره زلمی خلیلزاد ځانګړی سلاکار ټاکلی دی. د زلمي خلیلزاد ټاکنه ښيي چې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې جدي ده. ګومان کېږي چې خلیلزاد به، چې له طالبانو سره په ژبه ښه پوهېږي، د سولې خبرو ته سرعت ورکړي.

د جولای د میاشتې په خبرو کې د طالبانو د پلاوي مشري شېرمحمد عباس ستانکزي کوله. خو طالب سرچینو رویټرز ته ویلي چې دا ځل به د ستانکزي پر ځای بل څوک د طالبانو د پلاوي مشري وکړي.

عباس ستانکزی د طالبانو د قطر د دفتر سرپرست دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *