تاند- د طالبانو د قطر د دفتر غړیو په کوټه کې د طالبانو له مشر او د مشرتابه شورا له نورو غړیو سره له خبرو وروسته له امریکا سره پر یوې نوې طرحې خبرو ته تیاري نیولې ده.
په کوټه کې د طالبانو سرچینې وايي چې طالبانو د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکایانو سره د خبرو بل پړاو ته تیاري نیولې او دا ځل یې د خپل مرکچي پلاوي په جوړښت کې یو څه بدلون راوستی دی.
سرچینو تاند ته وویل، طالبان به له نوې طرحې او د خبرو له نوې اجنډا سره د مذاکراتو تازه پړاو پیل کړي.
د سرچینو په وینا دا ځل به له امریکايي پلاوي سره د طالبانو په مرکچي پلاوي کې شېرمحمد عباس ستانکزی، محمد سهیل شاهین، دین محمد حنیف، محمد زاهد احمدزی، عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور، ملا خیرالله خیرخواه او ملا محمد فاضل اخوند شامل وي.
د دغو کسانو ځینې له زلمي خلیلزاد سره د سولې د خبرو په تېرو پړاوونو کې شامل نه ول.
د طالبانو سرچینې وايي چې حاضردمه د طالبانو د قطر په دفتر کې کوم تغییر نه دی راغلی او د مشرتابه شورا له غړیو سره په خبرو کې پرېکړه وشوه چې طالبان به له امریکايي پلاوي سره په خبرو کې د خپل «حقه» دریځ دفاع کوي.
دوی دغه راز په خپلو خبرو کې وویل چې لا به هم د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي خو که له امریکا سره کوم تفاهم ته ورسېږي، ممکن د افغانستان له حکومت سره هم خبرې پیل کړي.
طالبانو له زلمي خلیلزاد سره خپلې خبرې مثبتې وارزولې او ویې ویل چې تراوسه د دواړو خواوو خبرې په ښه فضا کې پرمخ روانې دي.
زلمي خلیلزاد سیمې ته په خپل درېم سفر کې د پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان له چارواکو اود ناټو له سرمنشي سره خبرې کړي او په پام کې ده چې له طالبانو سره هم وویني.