تاند، سه شنبه، د حمل ۱۹مه: طالبانو له افغان حکومت سره د بندیانو د تبادلې په اړه مذاکرات وځنډول.
د طالبانو ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې طالبانو کابل ته خپل پلاوی د خپلو بندیانو د تصدیق او تثبیت لپاره لېږلی و، ځکه د لاسلیک شوې توافقنامې او شوې وعدې مطابق د بندیانو خلاصون پیلېدونکی و، خو د طالب ویاند په وینا لا هم د بندیانو خلاصون په یوه اوبله بهانه ځنډول کېږي.
سهیل شاهین په پرله پسې تعقیبي ټویټ کې ویلي، سر له نن یعني چهارشنبې څخه د طالبانو تخنیکي ټیم له اړوندو جهتونو سره په بې نتیجې ناستو کې ګډون نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې د مذاکراتي پلاوي یو غړي او د سیمه ییزو ارګانونو رئيس متین بیګ تېره ورځ په یو کنفرانس کې وویل، افغان حکومت چمتو دی چې ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي، خو طالبان په دغه ډله کې ۱۵ خطرناک او د لویو بریدونو طراح طالب قومندانان هم خوشې کول غواړي.
همدا راز د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل هم په یو بیان کې ویلي وو چې د بندیانو د خوشې کېدو په تړاو یې لا له کابل ته راغلي طالب پلاوي سره مذاکرات روان دي.
طالبانو یوه اوونۍ وړاندې له افغان حکومت سره تر درې پړاوه ویډیويي مذاکراتو وروسته کابل ته د بندیانو په رابطه یو درې کسیز پلاوی راولېږه چې یوه اوونۍ یې د مذاکراتو تېره شوه خو نتیجه یې دواړو لوریو ونه ویله.