تاند- طالبان وايي چې د افغانستان د سولې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره یې مفصلې خبرې کړي او د خبرو له نتیجې راضي دي.

خلیلزاد سیمې ته د دوهم سفر په لړ کې تراوسه پورې لږترلږه دوه ځلې له طالبانو سره کتلي او د خپلو خبرو د پایلو په اړه یې د افغانستان له ولسمشر سره مشوره کړې ده.

له طالبانو سره د خلیلزاد وروستۍ خبرې پرون /جمعه/ پای ته ورسېدې او څو سرچینو لوېدیځو رسنیو ته ویلي چې د خبرو نتیجو ته دواړه خواوې خوشبینه دي.

خو هیڅ خوا تر دې دمه رسماً د خبرو د نتیجې او جزییاتو په اړه څه ویلي نه دي.

سرچینې وايي، له طالبانو سره د خلیلزاد د خبرو په وروستي پړاو کې له ګوانتنامو بند څخه خوشي شویو طالب مشرانو لکه ملا فضل او ملا خیرخواه هم برخه لرله.

طالب سرچینې وايي چې دوی د خبرو په لړ کې هڅه وکړه چې امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین هم په مسکو کې ویلي و«کله چې موږ د دوی د ځواکونو د وتلو پر سر موافقې ته ورسېږو، بیا دوهم پړاو ته داخلېږو چې د سولې د راوستلو او په افغانستان کې د حکومت په اړه د افغانانو ترمنځ خبرې دي.»

راپورونه وايي چې نن /شنبه/ خلیلزاد بیا دوحې ته تللی چې له طالبانو سره وویني.

په همدې حال کې د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد هم نن وویل، داسې ښکاري چې امریکا له طالبانو سره په وروستیو خبرو کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو پر مهالوېش موافقې ته رسېدلې ده.

د یو بل خبر له مخې، د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق ادعا کړې چې خلیلزاد سیمې ته د دوهم سفر په لړ کې د زابل ولایت خاک افغان ولسوالي ته تللی او د طالبانو د پخواني مشر او موسس ملا عمر له زوی ملا یعقوب سره یې لیدلي دي.

طالبانو دا ادعا رد کړې او امریکا په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *