تاند، سه شنبه، د میزان ۲۳مه: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین په یو تازه بیان کې ویلي، دوی د هند پر ضد هیڅ منفي دریځ نه لري او په دې باور دي چې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د هند مرستو ته اړتیا ده.

سهيل شاهین د سي این این ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، هند باید د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې احتیاط ونه کړي او افغانستان یې د بیا رغونې په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي ټینګار کړی، که ولسمشر ټرمپ د سولې خبرې لغوه کړې نه وای، تر اوسه به د سولې تړون لاسلیک شوی او په افغانستان کې به اوربند ټینګ شوی و.

د ښاغلي شاهین په خبره دوی لا هم فکر کوي چې د افغانستان بحران نظامي حل لاره نه لري او په دې ټکي امریکایان هم پوهېږي، ځکه اتلس کاله یې په افغانستان کې خپل نظامي ځواک کارولو څخه هیڅ پایله وانخیسته: (( پس تر ټولو غوره لاره سیاسي حل لاره ده، هغوی که سوله غواړي باید د سولې د خبرو مېز ته راشي او تړون لاسلیک کړي، له دې پرته به ترخې تجربې تکرار شي.))

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې د دریو هندي انجنیرانو په بدل کې خپل ۱۱ بندیان په امریکا له زندانه راخوشې کړل.

همدا راز طالبانو په لومړي ځل د هند په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی، حال دا چې هند بیا ویلي په افغانستان کې د یو قانوني او مشروع حاکمیت ملاتړ کوي.

One thought on “طالبان: له هند سره هیڅ مشکل نه لرو، بلکې افغانستان سره یې مرسته غواړو”
  1. ټالبان د پنجابیانو د لاس آله ده چې څنګه د پنجاب خوښه وي ، هغه ډول به یې استعمالوي. ټالبانو د ټولو هغو اقتصادي پروژو په ویجاړولو او تخریبولو کې برخه درلوده چې د هند له خوا له افغانستان سره مرسته کېدله .
    د زرنج دلارام لویه لار ، د سلما بند ، په بغلان کې د برښنا د پروژو همکار انجنیران او نورې سلګونو پروژو منسوبین او خپله پروژې پدې پلمه د ټالیبانو له خوا تهدید ، تخریب او تښتول شوي یا وژل شوي دی چې دوی د افغانستان له دولت سره ولې همکاري کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *