محمد زمان سهیل  

که خبره په افغانستان کې د ملي پروژو پلې کېدو او اقتصادې سوکالۍ څخه کېږي نو، په تېرو کلونو کې خو ډېر پرمختګونه شوي لکه  سرکونو، پلونو، بریښنا بندونو  او نورو… جوړېدل، خو جګړو چې يو لورى يې وسله وال طالبان او نورې ډلې وې، دا ډول عامه تاسيسات پر بمونو الوځول او پر وړاندې يې بيا افغان ځواکونو دفاعي سنګرونه تاوده ساتلي وو.

دا ټول د افغانستان ملي مسائل و، خو چا پرې هیڅ ونه کړ. هر وخت افغان حکومتونو ویلي چې، ترهګریزي ډلې د پاکستان لخوا حمایه او تجیز کېږي نو ځکه په افغانستان کې، د ملي پرمختګونو مخه نیسې. اوس  طالبانو له ټاپي پروژي نه د ساتنې خبره کړي چې، د ټاپي پروژه څو هیوادونو ته جلاجلا د اهمیت وړ ده.

محمد زمان سهيل

ښه ده چې، د جګړې یو لوری د دې پروژي حمایت او ملاتړ کوي، خو پوښتنه داده چې که دا ملاتړ د افغانستان د ملي ګټو لپاره وي نو پخوا ولي ملي پرمختګونه وننګول شول؟ د همدې په اساس خو ویلی شو چې، هغه طالبان چې افغانان دي له ښه نیت او هغه چې، د پاکستان لوري روزل شوي، حمایه او تجهیز شوي او لا کېږي په اصل کې، د پاکستان د ګټو د تضمین په موخه له ټاپي پروژي نه د ساتنې خبره کوي. دا هر څه د پاکستان په دستور ترسره کېږي ځکه، که لکه د نورو افغانې ملي پرمختګونو په څیر د دې مخنیوی هم وکړي نو، پاکستان ته لویه زربه رسېږي چې، پدې سره به پر طالبانو د پاکستان پراخه مرستې ودرول شي او دغه ډله به د منځه تلو له ګواښ سره مخ شي.

وسله وال طالبان د خپلې بقا څرک وینې نو په همدې اساس له ټاپي ملاتړ کوي ځکه دا د پاکستان لپاره حیاتې پروژه ده او دغه هیواد هیڅه نه غواړې د دې پروژي پر وړاندې خنډونه ایجاد شي.

تبصره داسې کېدلی شي چې، د ګازو نل لېکه افغانانو ته د پاکستان نازک تار په لاس ورتلل دي، لکه څنګه چې پاکستان په تیر وخت کې له تورخم نه د افغانستان په برخه کې استفاده کوله، همداسې د متقابل عمل او حرکت فرصت افغانستان ته هم په ګوتو وغی. پاکستان مجبور دی چې، له افغانستان سره په اړیکو کې له احتیاط نه کار واخلي که نه نو لکه د تورخم په څیر به د ګازو نل لېکه هم وخت ناوخت بندېږي او پدې سره به پاکستان لویه اقتصادې زربه ګوري.

له ټاپي سره به د وسله والو طالبانو د هغو ډلو مهار هم وشي چې، د پاکستان له لوري تجهز او حمایه کېږي او په افغانستان کې، د هغوي د ګټو تامین لپاره پر جګړه یوختې دي. نو د ټاپي پروژه یوه مهمه او په سیمه ایزه کچه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند لپاره یوه ستراتیژیکه پروژه ده.

7 thoughts on “طالبان له ټاپي پروژې که د پاکستان له ګټو ساتنه کوي!؟”
  1. دوه خبرې:
    خام خولو اوس د ټاپي ننګه وکړه، دا ښه خبر دی، خو لکه تاسو چې ویلي دي هغوی تر دې مخکې تقریبا د ټولو پرمختیایي پروژو مخه نیولې ده، چې ښه مثال یې د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ کې د یوه مهم بند د امنیتي کنډک د عسکرو نیول او بیا یې د توپ مخې ته درول او د توپ په ډز شهیدول وو چې ویل کیږي غوښې یې ټوټه ټوټه شوې. بله خبره د افغانانو له خوا د پایپ لاین پارچاوي ده، دا فکر خلکو ته ورکول سم نه دي او که زمونږ خلک داسې کار ته مخه هم کړي د پاړسو د دې متل مصداق به وي چې وایي کار فقیر نقص فقیر. ځکه چې افغانستان ته له دې پایپ لاین نه په لاس ورتلونکې ډېره ګټه د پایپ لاین له حق العبور نه په لاس ورځي او که پایپ لاین ټکنی کیږي تاوان یې د نورو په څېر مونږ ته هم راځي.

  2. په لیکنو کی احتیاط کوی ، هسی نه چه مخالفین مخالفت ته مجبور کړی ، لیکل یو لوی فکر ته ضرورت لری، مونږ باید مخالفین پخلا کړو ، تهمتونه مو له سولی لری کوی .

  3. زه افسوس کوم په دې چې د پروژو ملاتړ اعلانوي او هره ورځ یې د دې وطن میندې او بچیان د غم په ټغر کینولې
    خوشې خلکو او دنیاوالو ته بازې ورکوي، څوک ویلی شي چې کومه غامه المنفعه پروژه دوي پریښې وي
    چې خلک پکې کار وکوي غریبان یې د خارجې اجنټانو په نامه حلال نکړل؟ او که څوک پریږدې هم باج ترې اخلې

  4. هغوي چې د « ټاپي پروژې » ملاتړ کړی او ویلي یې وو چې دا پروژه د ټول افغانستان لپاره ګټوره ده ، نن یې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د ګران هېواد د ساتونکو یو کنډک ټول سرغندویان شهیدان کړي دي او د وطن د دفاع پوسته هم په بمونو الوځولې ده . لعنت په ټالیبانو.

  5. تالیبان د پاکستان پروژه ده په هر قیمت چې وي دوي به دي پاکستان له ګټو ملاتړ او دفاع کوي که دوي په رښتیا انسانیت او اسلامیت ته درناوی لري نو بیاو ولې بې ګنها ملکې افغانان قتل عام کوي کوم اسلام پنجاب ته اجازه ورکړي چې په افغالنستان کې ځانمرګې روا ګڼې د ټاپي پروژه کې د پاکستان ګټه ده نو ځکه تالیبان تري ملاتړ کوي

  6. Let’s think big and avoid spreading of bad thoughts because of ignorance. Our people are not in that stage to beat other nations in the field of politics thought, it is so easy for us to destroy bu very difficult to build because we learn how to destruct and to construct. Please, if you want to change the world, first change your mind.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *