تاند، یکشنبه، د حمل ۱۷ مه؛ طالبانو خبرداری ورکړی چې د سولې له تړون څخه مقابل لوری سرغړونې کوي.

طالبانو تاند ته په یوه اعلامیه کې ګیله کړې چې دوی د امریکا سره د سولې تړون ته ژمن دي او دا هغه څه دي چې خپله امریکایانو هم منلي دي.

اعلامیه وایي، طالبانو په ځلونو له افغان لوري سره خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی ترڅو په هیواد کې یوې تلپاتې حل او تلپاتې سولې ته ورسیږي، خو د دې لپاره شرط دا و چې لومړی ۵ زره طالب بندیان خوشې شي چې دا کار لا هم په بهانو ځنډول کېږي.

طالبانو ویلي، دوی له امریکا سره هوکړه کړې وه چې د توافقنامې له امضا وروسته به د افغان حکومت په ټولو اډو او کلیوالي سیمو کې بریدونه پیل کړي، خو دوی لا هم په لویو ښارونو کوم برید نه دی کړی او نه یې په لویه کچه نظامي عملیات ترسره کړي، خو امریکا او متحدینو یې بیا له هوکړې سرپیچي پیل کړې ده.

طالبانو د بندیانو نه خوشې کول، د طالبانو په مرکزونو بریدونه، شپني عملیاتو دوام، ملکي بمبارۍ له هوکړې سرغړونه یاده کړې، خوثبوت یې نه دی وړاندې کړی.

اعلامیه کې د طالبانو له قوله راغلي: (( موږ امریکایانو څخه په کلکه غواړو چې د تړون شرایط پلي کړي او د دوی نور همکاران د تړون له بشپړې څارنې څخه خبر کړي.))

طالبانو همدا راز خبرداری ورکړی چې د بریدونو په دوام شاید دوی هم اړ شي چې غچ واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغان ځواکونو د طالبانو له بریدونو زیاتیدو وروسته د دفاع وزارت هم خپلو ځواکونو ته د فعال دفاعي حالت امر کړی او د برید په صورت کې یې د طالبانو د ځپلو امر کړی دی.

له همدې کبله افغان ځواکونه وایي، ځینو ځایونو کې دوی اړ کیږي چې تاوتریخجن طالبان وځپي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *