تاند- وسله وال طالبان ممکن د افغانستان له حکومت سره د محدود اوربند وړاندیز وکړي څو د داعش یا اسلامي دولت پر وسله والې ډلې تمرکز وکړي.
دا خبره د طالبانو څو قوماندانانو سوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې ته کړې چې په وروستیو کې یې په کراچۍ کې د طالب قوماندانانو په یوه غونډه کې ګډون کړی وو.
ورځپاڼه وايي چې تراوسه پوري طالبانو د اوربند په اړه وروستۍ فیصله نه ده کړې خو دا به د طالبانو یو بل سیاسي نوښت وي او په دې توګه به ځان د داعش د لومړۍ کرښې او اصلي دښمن په توګه معرفي کړي.
سوت چاینا مارنینګ پوسټ وايي، په پاکستان کې د طالبانو د غونډې څو برخوالو قوماندانانو، چې له افغانستانه غونډې ته بلل شوي وو، د نومونو د نه څرګندېدو په شرط وویل چې د اوربند وړاندیز د طالبانو لوی استخباراتي مشر، چې مستعار نوم یې ابو جندل دی، مطرح کړ او تېره اوونۍ د طالبانو د قوماندانانو په غونډه کې پرې خبرې وشوې.
ورځپاڼه وايي، د پاکستان په کراچۍ کې د ابو جندل یوه همکار وویل چې د تېرې اوونۍ په غونډه کې د اوربند پر موضوع موافقه وشوه.
ده وویل چې په کوټه کې د طالبانو د مشرتابه شورا ته د دې مسلې په اړه خبر ورکړای شو او اوس به هغوی د اوربند پرېکړه د قطر د دفتر له لوري اعلان کړي.
د طالبانو مشران په دې کې له ډېر احتیاطه کار اخلي چې د اوربند وړاندیز د افغانستان له حکومت سره د سولې موافقه تعبیر نه شي ځکه چې که داسي وشي ښايي ډېر طالب قوماندانان یې مخالفت وکړي.
دوی دغه راز ویلي چې د داعش پر ضد به د افغانستان له حکومت سره همږغي عملیات هم ونه کړي خو د دې پر ځای غوره دا بولي چې طالبان به د هغو افغان امنیتي ځواکونو مخه نه نیسي چې د داعش پر ضد عملیات کوي او حکومت دې د طالبانو مخه نه نیسي.
طالبان له یوې خوا له داعشه ځان ته زیات خطر احساسوي او له بلې خوا فکر کوي چې له دې ډلې سره د دوی مبارزه به سبب شي چې د ایران او روسیې لا زیات ملاتړ ترلاسه کړي.
سوت چاینا مارنینګ پوسټ وايي، د سږ کال په لومړیو کې طالبانو له روسي او ایراني دیپلوماتانو سره د داعش د مخنیوي په اړه پر همکارۍ پټې خبرې وکړې.
د ورځپاڼې پر اساس، طالبانو تېر کال ورته ډاد چینايی چارواکو ته هم ورکړی و.
دې ډلې تېره اوونۍ په حیرانوونکي ډول اعلان وکړ چې په افغانستان کې پر لویو انکشافي پروژو حمله نه کوي او حتي د ضرورت په صورت کې یې په امنیت کې مرسته کوي.
د طالبانو له لوري د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د موقت اوربند اعلان به یو بل حیرانوونکی خبر وي.
داعش په ننګرهار کې زیات غښتلی دی خو په وروستیو کې یې کونړ، غزني او زابل ته هم ریښې ځغلولي دي.
په کابل کې هم دې ډلې پراخ سیاسي او تبلیغاتي فعالیتونه پیل کړي او په نورو نومونو یې ټولنې جوړې کړي دي.