تاند، دوشنبه، د میزان اوله: کورنیو چارو وزارت وایي په کندهار هوایي ډګر کې د بهرنیو سرتېرو او عامه نظم پولیسو ترمنځ لفظي شخړه شوې او د شخړې پر مهال یو افغان سرتېري بهرنیو سرتېرو باندې ډزې کړي چې درې بهرني سرتېري پکې ټپیان شوي دي.
ځوابي ډزو کې سرتېری وژل شوی خو طالبان ویلي چې دا پولیس د دوی ملګری و.
طالبانو تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې ده چې د صفي الله په نوم په ملي پولیسو کې یو نفوذي کس یې د کندهار په هوايي ډګر کې ۱۲ امریکایان وژلي دي.
خو د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندهار هوایي ډګر کې د بهرنیو سرتېرو او عامه نظم پولیسو ترمنځ لفظي شخړه شوې او د شخړې پر مهال یو افغان سرتېري په بهرنیو سرتېرو ډزې کړي چې درې بهرني سرتېري پکې ټپیان شوي دي.
د وزارت د چارواکو پخ خبذه ځوابي ډزو کې سرتېری وژل شوی او طالبانو دا کس په ځان پورې تړلی بللی دی.
بلخوا قاري یوسف احمدي په خبرپاڼه کې د دغه کس نوم صفي الله ولد عبدالمجید ښودلی او وايي چې د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکي دغه پولیس د امریکايي افسرانو پر یوه ډله برید کړی دی.
قاري یوسف احمدي وايي، صفي الله ته نن سهار د برید امر ورکول شوی او مازیګر خپل هدف ته ورسېد چې له برید وروسته نوموړی پخپله هم وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د کابل په ششدرک کې د طالبانو د موټر بم برید له کبله د خپل یو سرتېري د وژل کېدو له کبله له طالبانو سره د سولې بشپړه هوکړه ځنډولې او طالبان اوس د سیمې په هیوادونو ګرځي تر څو دا خبرې بیا پيل شي.