تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: په داسې حال کې چې د اورکم اوونۍ پای ته رسېدلې او نن د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیکېږي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، خپلو جنګیالیو ته یې نن هم د جګړې د درولو او بریدونو نه ترسره کولو امر کړی دی.

نوموړي رویټرز اژانس ته ویلي، ټولو طالب قومندانانو ته امر شوی دی چې د سولې د هوکړې تر لاسلیک وړاندې دې هر ډول عملیات نن شنبه هم نه ترسره کوي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، دوی د خلکو د خوندیتوب په خاطر خپل هر ډول عملیات او بریدونه نن هم درولي دي.

نوموړي ویلي، لوی کار به دا وي چې دوی هیله من دي امریکايي لوری به پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، د امریکايي ځواکونو جنګي الوتکې د طالبانو پر سیمو پروازونه کوي چې دا کار یو ډول پاروونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، تېره یوه اوونۍ یې پر طالبانو هیڅ ډول عملیات نه دي کړي خو د طالبانو په یو شمېر بریدونو کې په ۱۲ ولایتونو کې ۲۱ سرتېري، ۹ ملکیان وژل شوي او نږدې ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

ټاکل شوې چې نن په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي چې ورسره سم به بین الافغاني مذاکراتو ته لاره خلاصه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *