تاند، یکشنبه، د حمل ۲۴ مه: طالبانو پرېکړه کړې، چې نن له خپلو شکنجه خانو څخه ۲۰ حکومت پلوه بندیان آزاد کړي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سیهل شاهین وايي، چې نن کندهار ولایت کې شل بندیان د سره صلیب ادارې ته سپاري.
تر هغه وروسته چې افغان حکومت ۳۰۰ طالب بندیان آزاد کړل، اوس طالبانو هم د ورته عمل پرېکړه کړې او د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهل شاهین پر خپل ټوېټر پاڼه لیکي چې نن به کندهار ولایت کې شل افغان پلوه بندیانو آزاد کړي.
افغان حکومت تېرو څو ورځو کې ۳۰۰ طالب بندیانو د هغوي سن، روغتیايي وضعیت او د بند مودې په کتو او په دې شرط چې بیا به د جګړې لیکو ته نه ستانه کېږي آزاد کړل.
د ملي امنیت شورا دفتر نن د ولسمشر غني د فرمان پر اساس ۱۰۰ نور طالب بندیان له بنده آزاد کړل، چې دا وروستیو څو ورځو کې دریمه جوپه آزاد شوي طالبانو شمېرل کېږي.
طالبانو په داسې حال کې د شل کسانو د خوشې کېدو پرېکړه کړې، چې د افغان حکومت له لوري د بندیانو د خلاصون بهیر ورته د منلو وړ نه دی.
طالبانو نیوکه کړې چې د دوی د نوملړ له مخې طالبان نه دی خوشې شوي، او یو شمېر آزاد شوی بندیانو طالبانو پورې تړلي کسان نه دي.
د افغانستان د اسلامي دولت اصلي مخالف لوری ټالب دی. مونږ ته ټول یوشی دی .ټول د یوه آس غوږونه یاستئ .
وایی برګ سپی هم د لیوه خبیث ورور دی. ټالب ، داعش ، مجاهل ټول له یوه آخوره یعې فکیستانه اوبه څښي . د ټولو ملعون استاد د آی اس آی دی . که ټالب په خپله سیمه کې نورو خبیثه ارواوو ته ځای ورکوي او د افغانستان قانوني دولت پرضد فعالیت کوي ، مسوولیت یې هم پرغاړه دی.