تاند-  پاکستاني طالبانو نن د خپل وژل شوي مشر حکیم الله مسود په ځای د نوی مشر د ټاکلو لپاره غونډه وکړه. لومړني راپورونه وايي چې خان سید، چې مشهور په سجنا دی، د قومندانانو د رایو په اکثریت غوره شوی دی.

خان سید د ډېره اسماعیل خان پر جېل د حملې پلان کړی و او ویل کېږي چې د پاکستان د پوځ پر یوه مهم مرکز هم د حملې پلان د ده له لوري تنظیم شوی و.

حکیم الله مسود نن په داسي حال کې په یوه نامعلوم ځای کې خاورو ته وسپارل شو چې په شمالي وزیرستان د امریکا بې پېلوټه الوتکې ګرځېدې او د مسود پلویانو پرې ډزې کولې.

د پاکستان د استخباراتو په قول راپورونه وايي چې د طالبانو ګڼ شمېر قومندانان او مشران د شمالي وزیرستان په یوه ناڅرګنده سیمه کې راټول شوي چې د حکیم الله مسود ځای ناستی وټاکي.

حکیم الله مسود د جمعې په ورځ سهار وختي له څلورو نورو سره میرانشاه ته نژدې په شمالي وزیرستان کې ووژل شو. که څه هم ویل کېږي چې د مسود وژنه له طالبانو سره د پاکستان د حکومت د خبرو بهیر له ستونزو سره مخامخولی شي خو داسي هم ویل کېږي چې نوموړی د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرو مخالف و او که د ده پر ځای داسي څوک غوره شي چې د سولې خبرو ته لېوالتیا ولري ممکن د پاکستان کار اسانه کړي.

په وزیرستان کې خلک وايي چې د حکیم الله مسود وژل کېدا په خلکو کې وېره او ترهه خپره کړې ده. د ده وژل کېدا پاکستاني طالبانو ته په یوه کال کې درېم لوی ګوزار دی. تر ده مخکې د مې په میاشت کې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې مهم طالب قومندان ولي الرحمن وژل شوی و. په وروستیو ورځو کې د حکیم الله مسود ډېر نژدې او د باور وړ قومندان لطیف مسود د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه په زوره وتښتاوه.

5 thoughts on “طالبانو د حکیم الله مسود پر ځای خان سید خپل مشر غوره کړ”
  1. طالبان خو ټول ځانونه مسلمانان ګڼي او خپل مشر يې هندو وټاکه، که څوک پدې کې شک لري نو قضاوت تاسو وکړئ چې سجنا د هندو نوم دی او که د مسلمان نوم؟

  2. یو پهلوان مړ کیږی بل پهلوان زږوی تا سو زیر شی دمړه شوی پهلوان شکل وګوری او بیا دبل شکل وګوری دا بدمشان دی او که طا لبان؟ څواب څواب

  3. دشھیدسوی زمری ھم شکل پراسلامی شریعت برابراواودہ خان محسودھم دھغہ غوندی دی

  4. مسلم وروره د هندو نوم مه بده وه، هغه خو یواځی غیر مسلم او هندو (بت پرست) دی،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *