تاند – افغان طالبانو د نیویارک ټایمز هغه ادعا رد کړه چې لیکلي یې وو چې طالبان به نور په افغانستان کې په ښارونو کې بریدونه ونه کړي.

ملکي خلک د نیویارک ټایمز له قوله خپاره شوي دغه خبر ته ډېر خوښ شول او یو څه د سکون احساس یې کاوه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې نیویارک ټایمز د هغوی له خبرو څخه غلط تعبیر کړی دی. د ښاغلي مجاهد له وینا داسې ښکاري چې هغوی به په ښارونو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

له نژدې درې میاشتو راهیسې د سولې د ملاتړ ولسي حرکتونه له طالبانو څخه غواړي چې جنګ دې بس کړي او د سولې مذاکراتو ته دې مخه کړي خو طالبان وایي چې د سولې دا غوښتنې د ولس نه، د امریکایانو دي.‌

طالبان وایي چې په افغانستان کې روانه جګړه یې د بهرنیو ځواکونو پر ضد ده، په داسې حال کې چې د جولای په لومړیو کې رسنیو راپورونه خپاره کړل چې په تېر یوه کال کې یوازې ۳ امریکایان وژل شوي او له شپېتو زرو څخه ډېر افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.‌

7 thoughts on “طالبان: نیویارک ټایمز زمونږ له خبرو نه غلط تعبیر اخیستی دی”
  1. ستاسو جاهلانه او نارواح جګړه صرف او صرف د افغانانو پر ضد ده. خو زه پدې نه پوهیږم چې د افغانانو هغه غیرت او میړانه څه شوه؟ که په افغانانو کې لږ غیرت او میړانه پاتې وی نو تاسو باغیانو او د هر دین نه منکرو وحشیانو پسې باید راپاڅيدلی وی. زه بیا خصوصا پښتنو ته حیران یم چې پ پت، ښ ښيګڼه، ت توره، و وفا او ن ننګ هسې په نوم شیان دي؟ دا پورته یو شی هم نور په پښتون کې ندی پاتې.

  2. نیویارک تایمز لیکونکی جاهلان دی چی نه پوهیږی چی طالبان نه پوهیږی!ا
    چی تر څنګ می د پنجاب په شانته یار دی
    دا می بس دی دا می هرچیرته په کار دی
    افغان ورک شه مسلم ورک شه په درد نه خوری
    ما د دوی په ضد تړلی کوږ دستار دی
    لویه خدایه ای له هر زړه خبرداره
    دا دی څرنګ مسلمان دی چی تل خار دی

  3. کوم طالب چه نن په افغانستان کی د مسلمان وینه تویوی : نه ایمان لری او نه هم اسلام ، دا خبره د عالم اسلام علماؤ په افغانستان ، عربستان او اندونیزیا کی واضح کړه . بنآ نه غیرت لری او نه هم وجدان ، نه تعهد لری او نه هم ضمیر ، نه ژبه لری او نه هم سترګی ، نه رحم لری او نه هم انسانیت ، نه عقل لری او نه هم عبرت ، نه مور لری نه پلار ، نه ناموس لری اونه هم ننګ . خلاصه د ځنګل درنده وحشی حیوان هم ورباندی شرف لری . دافغانستان خلکو ته په کارده چه دغسی قطاع الطریق، رهزنان هرچیرته چه یی پیداکړی باید بی رحمه یی وه وژنی ، دغه درنده ګان او د پردیو لیونی سپی اصلآ د ژوند حق نه لری .

  4. طالبانو ته یو سخت ګزار پکار دی. د هغوی پټن ځایونه په پاکستان کی باید بمبارد شی. تر څو چه د هغوی د امن ځایونه او مشران بمبارد نشي دوی د اصلاح وړ ندي. الله دوی تباه او برباد سره د دوی له عقیدی او دین او مذهب سره

  5. دا ستاسو جګړه که د بهرنیانو سره وی نو بیا ولی افغان ناحقه وژنی لاړشی بهرنیان ومومی او وسره وجنګیږی هلته خو د ډاره قدم نه شی اخیستی فقط عام ولس ته مو موخه کړی او چیرته چی انتحاری وی او یا جګړه هغوی په نښه کوی خدای مو تباه او برباد کړه تاسو به خدای ته څه ځواب ورکوی چی د پنجابی او آخوندی رژیم د ګټو لپاره کار کووی خدای مو داسی ذلیله او رسوا کړه سره دبهرنیانو چی لاره مو درنه ورکه شی

  6. په دوه زره اوولسم میلادي کال کې دوه ویشت زره افغانانو او یو ویشت کسه خارجیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ذبیح مجاهد او نورو وحشیانو جهاد د افغانستان پر ضد دی. ارقام او اعداد د دوی د ټولو دروغو ځواب وایي.

  7. طالبان که د امریکایانو سره جګړه وکړی او مردار یې کړۍي خو بلکل موږ ټول ورسره همغږی یو او دوه امریکایان مری او په زرهاوو بی ګناه افغانان نو دا خو نه جهاد شو او نه هم د الله په لار کې جګړه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *