تاند، دوشنبه، د جدي ۹مه: د بدخشان مدني فعالان وایي، طالبان د دې ولایت د کانونو له ناقانونه کیندنو هره میاشت یو میلیون ډالر ترلاسه کوي.

فعالان ادعا کوي چې د بدخشان د کانونو لویه برخه د دولت وسلوالو مخالفانو لخوا ناقانونه کیندل کیږي، چې د ورځي ۳۵ زر دالر له دې لارې د دوی جیبونو ته ځي.

که څه هم د دولت وسلوالو مخالفانو لخوا د معادنو ناقانونه کیندنې کومه نوې خبره نده؛ خو د  بد خشان مدني ټولنې یو شمېر غړي ادعا کوي، چې وسلوال مخالفین او زورواکي له دی لاری میلیونونه ډالر هم ترلاسه کوي.

د بدخشان د مدني شبکې مشر سیف الدین سیاس وايي، د ورځي اووه منه سره زر په دې ولایت کې له زورواکانو سره د جوړجاړي له لارې ناقانونه ترلاسه کیږي او پیسې يې د وسلوالو مخالفانو شخصي جبیبونو ته ځي.

د بدخشان د ولایاي د شورا مرستیال مامورالدین کوفي هم ویلي چې د بدخشان کانونه په حکومتي ماڼیو کې د ناستو خلکو، د نظام د کابینې او سیمه ییزو زورواکانو په ملاتړ چې له دولت سره نږدې اړیکې لري؛ په وحشیانه توګه لوټ او له منځه ځي.

که څه هم د کانونو او پطرولیم وزارت د دولت وسلوالو مخالفانو، زورواکانو او د سیمي اوسیدونکیو لخوا د کانونو ناقانونه کیندنې مني؛ خو وايي، په هغو سیمو کې، چې د دولت په حاکمیت کې دي ناقانونه کیندنې ډېرې کمې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي که څه هم د کانونو ناقانونه کیندنې د زورواکانو کار بولي؛ خو وایي وزارت هڅه کوي، چې له امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ د کانونو د ناقانونه کیندنو مخه نیسي او تر یو حده یې مخه نیول شوې هم ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *