تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د راوستو له هوکړې وروسته طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه توافق یوه بریا ګنلې ده او خپلو مخالفینو ته یې د عمومي عفوې اعلان کړی.

په دغه اعلامیه کې د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخند زاده پر خپلو جنګیالیو او ټولو افغانانو غږ کړی چې شوي توافقات نقض نه کړي.

په اعلامیه کې راغلي: « د امریکایي جهت سره بریالیو مذاکراتو ثابته کړه چې هر وړ پیچلو موضوعاتو ته د حل لاره موندل کیدای شي.»

په داسې حال کې چې ګڼ شمیر افغانان بیا هم د توافق د عملي کیدو او د سولې د راتګ په برخه کې په اندیښنه او ویره کې دي، طالبانو په دې اعلامیه کې همدا راز د خپلو ټولو مخالفینو ته د بخښنې اعلان کړی دی: ((د اسلامي امارت په مخالفت کې چې چا برخه اخیستې وي او په عموم کې هرهغه څوک چی د اسلامي امارت څخه تشویش لري، زموږ له طرفه په تیرو ټولو اعمالو ورته عفوه او بخشش دی.))

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ لاسلیک شوی توافق لا په شرایطو پورې تړلی دی.

کله چې په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د تړون د لاسلیکیدو مراسم روان وو، نو په کابل کې هم ولسمشر غني د امریکا متحده ایالاتو د دفاع له وزیر مارک ایسپر او د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره په یوه ګډ کنفرانس کې راڅرګند شو.
دغو لوریو وویل که طالبان خپلو ژمنو کې پاتې راشي امریکا به ورسره د سولې هوکړه لغوه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *