د بي بي سي نړۍ والې راډيو يوې تازه څېړنې موندلې چې طالبان د افغانستان په جګړه کې يو اعشاريه پنځه ميليارد کلنۍ بوديجه ترلاسه کوي. له ۲۰۱۱ کال راهیسې د دغې ډلې کلنی عاید شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی. خو باور دا دی چې په دې وروستیو کلونو کې دا عاید په پام وړ ډول زیات شوی او تر ۱.۵ میلیارده ډالرو پورې رسېږي.

له بده مرغه د طالبانو له برکته افغانستان د نړۍ د تریاکو ستر تولیدوونکی هېواد دی. په کال کې له ۱.۵ تر ۳ مېلیارده ډالرو په ارزښت د ترياکو په صادرولو سره افغانستان په نړیواله کچه د ناقانونه هیروينو تر ټولو ستر برابروونکی دی. طالبان د دغه بهیر پر بېلابېلو پړاوونو ځانګړې مالیې لګولي او پیسې یې ترلاسوي. د کرکيلې لس سلنه ماليه د ترياکو له کروندګرو ټولوي. له هغو لابراتوارونو هم مالیات ټولوي چې ترياک په هيرويینو بدلوي، دغه راز د دغو ناقانونه نشه‌يي توکو له سوداګرو هم ماليه اخیستل کېږي. له دغو ناقانونه نشه ‌يي توکو د طالبانو کلنی عاید له ۱۰۰ تر څلور سوه میلیونه ډالره اټکل کېږي.

طالبان په افغانستان کې د ناروا پردۍ جګړې ترڅنګ د نشه يي توکو ستر کاروبار هم لري چې لږ تر لږه ۶۰ سلنه کلني عايد ترې ترلاسه کولی شي. د ۲۰۱۸ کال په اګست کې امریکا ادعا وکړه چې په افغانستان کې يې د طالبانو له ۴۰۰ تر ۵۰۰پورې د نشه ‌يي توکو له لابراتوارونو شاوخوا ۲۰۰ نړولي دي چې نږدې نیمايي يې په هلمند کې وو. دوی دغه راز ادعا وکړه چې په هوایي عملیاتو کې يې د ترياکو له سوداګرۍ د طالبانو د عوایدو نږدې څلورمه برخه له منځه وړې.

طالبان د دې ترڅنګ د برېښنا له سکتوره جبراً دوه ميلونه ډالر باج اخلي. سره له دې چې طالبانو تل د برېښنا ستنې ويجاړې کړي، ستونزې يې ورته جوړې کړي،مګر بيا هم دوئ په ډېر غدر سره جبرآً د دې شبکو له مالکانو د کاله دوه ميلونه ډالر عايد ترلاسه کوي.

افغانستان د قېمتي ډبرو او مېنرالونو بډایه زېرمې لري چې د کلونو کلونو جګړو له امله نه دي را ایستل شوې. په افغانستان کې د کاني زېرمو ارزښت لږ تر لږه یو مېليارډ ډالره ارزول شوی. ډېری کیندنې اوس په کوچنۍ کچه او ناقانونه روانې دي. طالبانو د ګڼو کانونو کنټرول په لاس کې اخیستی او له ګڼو قانوني او ناقانونه کاني کاروبارونو پیسې اخلي. په ۲۰۱۴ کال کې د ملګرو ملتونو د تحليلي ملاتړ او د بندیزونو د څار ډلې په یوه راپور کې وویل چې طالبان په کال کې له ۲۵ تر ۳۰ناقانونه کانونو څه باندې ۱۰ میلیون ډالر تر لاسه کوي.

دا يواځې ظاهراً هغه منابعې دي چې طالب اورپکو ته عايد ترې رسيږي. تر دې ها خواته نورې ډېرې غټې پيسې پرتې دي چې په اصطلاح د اسلامي امارت جګړه ماران خپله ترهګري پر کوي. د دوئ جګړې ته چې محاسبه وکړې، له کاله خورا غټ شمېر پيسې او لګښت پر راځي.

طالب جګړه ماران عقل لري؟

زه په دې پوښتنه سره پر خپل ځان خپله منتقيد يم. طالب او عقل واضحاً تړاو نه سره لري. مګر د دې لپاره وضاحت په کار دی چې طالبي اورپکو ته ور پام کړو چې تاسو ته پيسې او وسلې له کومه راځې او تاسې ترې خبر ياست که نه ياست؟ طالب ته که له کاله سل ميليارده ډالر راځي، که زر راځي او لکه راځي نه ترې خبر دی، نه پر پوهېږي، او نه يې پوهېدل ځانته مهم ګڼي. دلته زما اشاره هغه طالب ته ده چې د جزباتو او احساساتو په پر خره سپور دی، او د خپل وطن د عزت پر ضد يې د ټوپک خوله سيخه کړې ده.

هغه طالب اورپکي چې د افغانستان په کليو کې يې د افغان پوځ پر ضد د جهاد تر نوم لاندې د يوې پنجابۍ او پردۍ جګړې لپاره ټوپکونه تر ملا کړي، پر دې پوهېږي چې دوئ ته دا وسلې څوک ورکوي. دا پوځي مهمات له کومه ورته راځي، دا ماينونه يې چېرته جوړيږي، دا ځانمرګي چا ورته جوړ کړل، د جګړې قومانده يې څوک ورکوي؟ ايا طالبانو يو وخت هم دا فکر کړی چې که موږ د امريکا د ماتې خبره کوو، يا جنګېږو، تر دې شاته د چا لاس دی؟

طالب د عقل او پوهې پر ځای خپل جهالت او کمعقلۍ ته لومړيتوب ورکوي. که ورته ووايې چې تر شا دې د چا ملاتړ درسره دی، وايي د خدای(ج) نصرت راسره دی. چې ورته وا پيسې څوک درکوي، وايي په سوال او زکات يې ټولم. چې وا دا وسلې څوک درکوي وايي: له يرغلګرو يې په غنيمت نيسم. چې ورته وا دا ځانمرګي چېرته جوړيږي، او د چا په وسيله بريدونو ته چمتو کېږي، وايي، دا د خدای عاشقان دي، هر ځای د خدای (ج) لپاره مينه شته. چې ورته وا مشر دې چېري دی، وايي مشر موږ ته مهم نه دی، موږ ته خپل جهاد او عقده مهمه ده.

طالب په دغه فکر او دغه پوهه د اسلام استازولۍ ته درېدلی دی. په دغه ماغزو يې د ټولې اسلامۍ نړې دعوه کړې، او په اصطلاح د شرعي نظام د حاکميت په نوم د اسلام پر ضد د يوې ناروا جګړې واکونه سمبالوي. داسې جګړه چې ته دې له مشره پکې حال نلرې. داسې جګړه چې ته دې د خپلو د پيسو وسلو، او مهماتو د ترلاسه کېدو خبر ترې نلرې، او داسې جګړه چې فتوا يې د کفر مزدور درته جوړوي، او داسې جګړه چې هر ډز يې د وطن او مسلمان ملت پر ضد وي، طالب څنګه د جهاد نوم پر ايږدې؟

طالب جګړه مار نه د خپلې جګړې پر مادي اړخ فکر کوي، نه يې پر ترلاسه کېدونکو ګټو کوي، او نه يې پر دې کوي چې له روس څخه وسله اخلم او د افغانستان پر ضد يې کاروم، د دې مانا څه کېدی شي، او دا يې څه ډول جهاد کېدلی شي؟ طالب يواځې د تباهۍ، وژنې او دربدرۍ لپاره کارول شوی/کاريږي. له طالبه اسلام او وطن ته ګټه شين کفر دی. دلته يوه برخه لوستي ځوانان چې په ډېرې بې شرمۍ سره د طالب کارنامو او جګړې ته خيښتګونه ګنډي، د خورا ډېر افسوس او حيرانتيا وړ دي. طالب يو نجس او بې سيواده عنصر دی. له داسې يوه بېسيواده جنسه د خير او ګټې تمه کله کېدلی شي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *