تاند- وسله وال طالبان وايي چې افغان او بهرنیو ځواکونو د زابل ولایت په مرکزي برخه کې یو شمېر کلیو ته د هوا او مځکې له لارې ورغلي، د کلیو له محاصره کولو وروسته یې د هغوی لږترلږه ۶۰ موټرسایکلونه سوځولي دي.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې ادعا کړې چې افغان او بهرنیو پوځیانو درې ورځې مخکې د زابل په سرخوګان، ټوپونو، ملایان، هوتکو، لودینو، پاتوزو او څو نورو کلیو کې د کورونو د تلاشۍ په مهال یو ځوان وژلی او بل ټپي کړی دی.

قاري یوسف احمدي همداراز ویلي چې حمله کوونکو ځواکونو له ځان سره ۱۶ تنه نور ولچک او زولانه وړي دي خو د سیمې سپین ږیرې له چارواکو سره د تماس له لارې د خپلوځوانانو د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.

قاري یوسف احمدي ویلي چې افغان او بهرنیو ځواکونو د کلیوالو شپېته موټرسایکلونه سوځولي دي.

په کلیو کې چې لارې خرابې دي موټرسایکل د خلکو تر ټولو مهمه نقلیه وسیله ده خو څرنګه چې طالبان هم تر هرې بلې نقلیه وسیلې له موټرسایکله زیات کار اخلي امنیتي ځواکونه موټرسایکلو ته د شک په سترګه ګوري.

د قاري احمدي د څرګندونو په اړه تراوسه پوري حکومتي چارواکو څه نه دي ویلي.

2 thoughts on “طالبان وايي، افغان او بهرنیو ځواکونو په زابل کې د خلکو ۶۰ موټرسایکلونه سوځولي”
  1. ددې نادود لامل خپله طالبان دي.

    زموږ په کلو او بانډو کې دوی په موټرسایکلونو ګرځي، له همدې لارې په ملي اردو او امریکایانو پټ او د ملکيانو په جامه کې غلچکي بریدونه کوي.
    امریکایان او د اردو عسکر خو علم غیب نلري چې د ملکي بیګناه وګړي او په ملکې جامه کې پټ طالب غلچکي توپیر وکړی شي، نو ځکه د کله نا کله د وچو سره لمده هم سوزي

  2. په اکثروزایوکی داسی کیژی یاخوی دزان سره بیای یای سوځی نقصان ی افغانان ګالی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *