تاند- طالبان وايي، امریکا د قطر په دوحه کې په وروستیو خبرو کې دوی ته ژمنه ورکړې چې خپل نیمايي پوځیان به له افغانستانه وباسي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په مسکو کې د طالبانو پلاوي د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته وویل چې امریکا له دوی سره په خبرو کې د نیمايي پوځیانو د ایستلو ژمنه کړې ده.

د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مرستیال سلام حنفي وویل، د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايی پلاوي ورته ویلي چې امریکا به خپل نیمايي ځواکونه د اپریل تر میاشتې پورې (په دوو میاشتو کې) وباسي.

ده په عین حال کې وویل چې طالبان به تر هغو اوربند ونه کړي چې امریکا د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو اعلان نه وي کړی.

پرون د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ملت ته په خپله کالنۍ وینا کې وویل چې په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو شمېر کم کړي.

ده همداراز وویل چې په افغانستان کې د سیاسي حل لپاره یې خبرې چټکې کړي دي.

ټرمپ وویل« ما په افغانستان کې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره خپلې خبرې چټکې کړي. مخالف لوری هم ډېر خوښ دی چې خبرې ورسره وشي. زموږ سرتېرو نه‌ستړې کېدونکې جګړه وکړه د هغوی له زړورتیا مننه کوو. موږ اوس د دې جوګه یوو چې د دې اوږدې او خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ممکن سیاسي حل لټولو ته دوام ورکړو.»

د مسکو غونډه پرون د طالبانو د قطر د دفتر د استازو او د افغانستان د یو شمېر سیاستوالو او تنظیمي مشرانو په ګډون پرانیستل شوه او نن هم دوام لري.

په دې غونډه کې د طالبانو استازي عباس ستانکزي ویلي چې تر هغو به اوربند ونه کړي چې بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ