اسد غلجی –
طالبان د قربانی د څارو دغوښو د دريمۍ برخۍ او پوستکيونه ورکونکی مرتدان بللۍ او د مرګ ګواښ يه ورته کړی.. طالبانو د هيواد په بيلابيلو سيمو کی له ملکی خلکوغوښتی چی د قربانی دريمه حصه غوښه او پوستوکی دوی ته ورکړی ځکه چی طالبان يی مستحقين دي طالبانو ويلی کوم کسان چی دوی ته دقربانۍ غوښه اوپوستکی نه ورکوی هغوی داسلامی امارت د دارالافتاء د حکم په اساس مرتدين اومباح القتل دۍ دهلمند او کندهار په شمول دغه ورقې طالبانود زابل اوغزنۍ په ځينوبرخوکی هم په خلکو ویشلي دي دا لومړی ځل دی چی طالبان د قربانی دغوښوپه دريمه حصه خلک په زور مجبوروي. چی بايد دوی ته ورکول شی د نه ورکولو په صورت کی د طالبانو د دارلافتاء په حکم مرتدين ګڼل کيږی او دمرګ جزاء ورته ټاکل شوی. دوه ورځی وړاندی دطالبانومشرته منسوب دمبارکی پيغام رسنيوته ليږل شوی هغه کی هم د طالبانومشرهيبت الله اخنذاده دخلګوغوښتی وه چی د طالبانو اودبنديانودکورنيوسره دخپل وس مطابق مرسته اوکمک وکړی خوسميزو طالبانوهيوادوال مکلف کړی چۍ د قربانيو دريمه حصه غوښه اوپوستکی بايد دوی ته ورکول شی دنه ورکولو او انکار په صورت کی منع کونکی اونه ورکونکی مرتدين اوجزا يی مرګ ده..