تاند- په داسې حال کې چې د امریکايي پوځیانو قوماندان له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د امریکا د چمتووالي خبرونه نه تاییدوي، طالبان وايي، د امریکا رسمي غوښتنې ته منتظر دي او د اعتماد رامنځته کېدو په خاطر ځینې غوښتنې لري.
وروسته له دې چې امریکايي رسنیو د باوري سرچینو په قول وویل چې د ټرمپ ادارې خپلو دیپلوماتانو ته ویلي چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، طالبانو وویل چې له دوی سره تراوسه پورې په دې اړه تماس نه دی نیول شوی.
پاکستاني ورځپاڼې (ډیلي ټایمز) نن د طالبانو د استازي په قول ویلي چې دوی له امریکا سره تر خبرو وړاندې یوه غوښتنه کړې ده. «موږ تر خبرو وړاندې د دې لپاره چې اعتماد رامنځته شي، غوښتنه لرو چې زموږ د مشرانو نومونه دې د ملګروملتو د بندیزونو له لیسته وایستل شي.»
ورځپاڼې د طالبانو د استازي نوم نه دی یاد کړی خو د هغه له قوله لیکي«موږ به له امریکا سره د بهرنیو پوځیانو د وتلو او د هغوی د اندېښنو په اړه رسمي خبرې پیل کړو.
موږ د ستونزې د حل کېدو لپاره د امریکا له متحدو ایالتونو سره د مخامخ خبرو غوښتونکي یوو. موږ لومړی له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په اړه خبرې کوو او بیا به د سولې په اړه ږغېږو.»
خو په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي قوماندان جنرال جان نیکلسن نن په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د امریکا د چمتووالي راپور رد کړ.
البته نیکلسن په دې اړه هغه ادعا رد کړه چې ده ته منسوب شوې وه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نیکلسن له قوله د غوڅ ملاتړ ماموریت په خبرپاڼه کې راغلي«د امریکا متحد ایالتونه د افغانانو یا د افغانستان د حکومت متبادل کېدای نه شي. ما د بهرنیو چارو وزیر پامپیو له قوله ویلي و چې هغه وايي؛ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د نړیوالو ځواکونو په اړه هم خبرې کېدای شي او د امریکا متحد ایالتونه تیار دي چې له طالبانو، د افغانستان له حکومت او افغانانو سره د دایمي سولې لپاره کار وکړي.»
فرانس پریس خبري اژانس د نیکلسن له قوله ویلي و چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیاره ده.
خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو نورو امریکايي سرچینو په قول ویلي چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیاره شوې ده او کابل ته د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سفر او د سیمې له مشرانو سره د الیس ویلز کتنې په همدې لړ کې شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې وویل، د خبرو لپاره هیڅ وارمخکې شرط نه مني او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانود حضور په ګډون ټولې مسلې کېدای شي له طالبانو سره په خبرو کې شاملې واوسي.
د چارو کتونکي وايي، که طالبان له امریکایانو سره مخامخ خبرې وکړي او کومې موافقې ته ورسېږي، په دې صورت کې د افغانستان حکومت د امریکا د ژمنو د عملي کېدو په وړاندې مسوولیت نه لري او بیا به مسوولیت د طالبانو په غاړه وي. خو که د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي هاله به د افغانستان حکومت د پرېکړې د عملي کېدو مسوولیت لري.
طالبان یو وار بیا داسی وشرمیدل چی ددوی سره امریکا یوه دیپلوماتیکی لوبه وکړه. د مسلمانانو خولی د سولی په نامه تڼاکی شوی ولی طالبانو نه د قرآن او حدیث په رڼا کښی صلح ومنله بلکی ، نه یی هم د عالم د کونډی ، یتیمانو بوری مورګانو خبری د سولی لپاره ونه منلی خلکو په دری ورځنی اوربند کښی ددوی ډیر توود هرکلی وکړ. د افغانستان په یوه ولسوالی کښی د ملی اوردو عسکرو له خپل جیبه دوی ته ښه میلمستیا وی کړی وی او د اختراوله ورځ یی په ښه توګه تیره کړی وه ولی څو ورڅی مخکی یی په همغه اوردو حمله کړی وه او ټول یی ډیر په ناځوانی شهیدان کړی وو نو دا کوم اسلام دی. یو په وخت د ځانکندن کښی د شهادت کلمه وایی او بل یی په وژلو کښی ناره د تکبیر . اوس به راشو اصلی موضوع ته چی امریکا آوازه واچوله چی له طالبانو سره مستقیمی خبری کوی دوی عاجل وویل چی دوی تیار دی او یو شرط یی هم وړاندی کړ ددی هدف داووه چی امریکا ثابته کړی چی دا خلک غلامان دی او واک نلری او امریکایانو بیرته وویل چی موږ مستقیمی خبری نکوو. طالبانو ډیر فرستونه له لاسه ورکړی ولی د غنی صاحب وړاندیزونه د صلح له پاره په اخلاص دی او طالبان باید دا فرصت له لاسه ورنکړی ځکه له دغه وضعیت نه ټوپک مار او د پښتنو قاتلین ډیره ګټه اخلی . اوس دوی د بادرانو په لموسون د مکاتبو د تړلو له پاره ړستونی بډ وهلی چی په دی کښی ددوی او داعش قاتلینو هیڅ فرق نشته په شرق کښی داعش د پوهنی دښمن په مرکزی او جنوبی ولایتونو کښی طالب نو سر چینه او بادار ددوی یو دی. ولی زه انشاالله په دی باور یم چی که داسی ډول روان وی د خلکو په کوتکو به مړه شی.