تاند- په قطر کې د طالبانو له استازو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له کتنې وروسته طالبانو نن /شنبه/ وویل چې دوی به په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا له نوي ځانګړي استازي سره خبرو ته دوام ورکړي.
خلیلزاد پرون /جمعه/ په قطر کې د طالبانو له استازو سره د افغانستان د اوولس کلنې جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن /شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي«دواړو خواوو د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل او د اشغال د پای ته رسېدا په اړه خبرې وکړې… دواړو خواوو موافقه وکړه چې غونډو ته به دوام ورکوي.»
ذبیح الله مجاهد دغه راز ویلي چې له زلمي خلیلزاد سره د طالبانو د سیاسي دفتر مشر الحاج شېر محمد عباس ستانکزي، مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر غړیو شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، الحاج محمد زاهد احمدزي او سهیل شاهین وکتل.
د ذبیخ الله مجاهد له خبرپاڼې سره سم، طالب استازو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ته وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو حضور په دې هیواد کې د دایمي سولې د ټینګښت او د ستونزې د حل په لاره کې اصلي خنډ دی.
دواړو خواوو موافقه کړې چې شخړې ته د دایمي حللار تر موندلو پورې به خبرو ته دوام ورکوي.
زلمی خیلزاد له قطر څخه کابل ته راغی او نن سهار یې په ارګ کې له ولسمشر غني سره د خپلو کتنو او خبرو په باب معلومات شریک کړل.
له شیرمحمدعباس ستانکزي سره د زلمي خلیل زاد کتنه داسې مانا ورکوي لکه چې د پاکستان د آی اس آی له مرستیال سره یې مخامخ خبرې کړي وي.
THIS WILL BE GREATEST GOOD NEWS FOR AFGHANS.
IF PEACE COME INTO AFGHANISTAN
AFGHANS WILL START NEW LIFE FROM ZERO.
SOON AFGHANS WILL REBUILD AFGHANISTAN,
THANK YOU,