تاند- د طالبانو ویندوی په افغانستان کې د سیاسی دفتر د پرانیستلو په اړه د ولسمشر غني وړاندیز د سولې په تاوان وباله.
د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین وايي چې د دوی د دوحې دفتر دې په رسمیت وپېژندل شي.
ښاغلي شاهین رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د افغانستان په داخل کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د پرانیستلو په ځای دې تمرکز پر دې وشي چې د دوی د قطر اوسنی دفتر د طالبانو د رسمي سیاسي دفتر په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون /یکشنبه/ په ننګرهار کې وویل، حاضر دی چې که طالبان وغواړي نو د دوی لپاره په کابل، ننګرهار او یا کندهار کې سیاسي دفتر جوړ کړي.
ښاغلي غني دا خبره وروسته له دې وکړه چې ځینو رسنیو وویل، طالبانو د مسکو په غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې دې دوی ته سیاسي دفتر ورکړل شي.
خو د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی وايي«د سیاسي دفتر په اړه زموږ غوښتنه څرګنده ده، موږ غواړو چې د قطر دفتر مو دې د نړیوالې ټولنې او ملګروملتو له لوري په رسمیت وپېژندل شي.»
ده د ولسمشر غني د وړاندیز په اړه وویل«اشرف غني په داخل کې طالبانو ته د دفتر په وړاندیز کولو غواړي چې موضوع بدله کړي او د سولې اوسنۍ پروسې ته زیان واړوي.»
شاهین ونه ویل چې په خپله خاوره کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو وړاندیز په څه خاطر د سولې پروسه زیانمنوي.
په مسکو کې د طالبانو او یو شمېر ګوندونو د غونډې په پرېکړه لیک کې غوښتنه شوې وه چې د طالبانو د قطر دفتر دې په رسمیت وپېژندل شي. د دوحې د دفتر له رسمیت پېژندلو سره د هغه د جوړېدو په مهال د افغانستان د هماغه وخت ولسمشر حامد کرزي سخت مخالفت کړی و او هغه یې د افغانستان د تجزیې په معنا ګڼلی و.
ښاغلو طالیبانو صاحبانو السلام علیکم!
لمړی تاسو خو وایاست چه د افغانستان ۷۰ فیصده خاوره د طالیبانو په ولکه کی ده، نو بیا ولی په دغه ۷۰ فیصده خپله خاوره کی دفتر نه جوړوی؟ او که دغه ۷۰ فیصده خبره دروغ وی نو بیا ولی تاسو دروغ وایاست.
دوهم ښاغلی ولسمشر محمد اشرف غنی تاسو ته اعلان کړیدی چه دافغانستان په خاوره( کابل، جلال اباد او کندهار) کی به تاسو ته دفترونه درکړی، نو بیا ولی تاسو په خپله خاوره کی دفتر نه غواړی؟
دریم که دا فکر او خیال مو کړی وی چه د ملی یووالی حکومت، د امریکا حکومت او یا د نړی نور حکومتونه به ځمونږ د دوحی دفتر په رسمیت وپیژنی نو دغه فکر او خیال مو دمغزو څخه وباسي. ځکه د دغه ډول خبرو وړاندیز د افغانانو په واک کی دی، نه دحکومتونو په واک کی. افغانان ستاسی دغه وړاندیز د خپل ملک، خلکو او اسلام سپکاوی بولی.
افغانان د قطر حکومت او د نړی د نورو هیوادونو او حکومتونو څخه په کلکه غواړی چه هغه قوانینو ته احترام وکړی کوم چه په ملل متحد کی د خپلواک هیوادونو او دولتونو پیژندلو په معنی جوړ شوی دی.
والسلام
SALAMOONA WATANWALOW TAH;
UNITED NATION MUST BRING PRESSURE ON QATAR FOR TO CLOSE QATAR OFFICE OF TALIBS;BECAUSE TALIBS ARE TERRORIST;
SECOND ARABS SHIKHS MUST STOP FOUNDING TO TALIBS.
AFGHAN GOVERNMENT TAKE AWAY PASPORTS FROM HAMIDAK KARZAI&ALL TEAMS WHO WAS SHARE IN MOSCOW MEETING.
I BELIVE PEOPLES ARE WITH YOU, GO AHEAD
THANK YOU