تاند- طالبانو نن /سې شنبه/ د افغان او امریکايي چارواکو دا ادعا رد کړه چې د طالبانو د بریدونو زور ختلي دی، ویې ویل چې د روژې له پای ته رسېدو وروسته یې تازه بریدونه پیل کړي دي.
د افغانستان د حکومت او دغه راز د امریکا د پوځ جګپوړو چارواکو پرون /دوشنبه/ وویل چې د مې په میاشت کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو په منځ کې ګډوډي راغلې چې په نتیجه کې یې دې ډلې د حملو ابتکار له لاسه ورکړی دی.
دوی دغه راز ویلي چې د افغانستان د دولت امنیتي ځواکونو پر طالبانو تهاجمې حملې ډېرې کړي. د دوی په وینا افغان امنیتي ځواکونو هوايی بریدونه هم ډېر کړي دي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل، د روژې په میاشت کې د طالبانو د بریدونو د کمېدو علت روژه وه او تل په دې میاشت کې جګړه سړېږي.
ده همداراز وویل«د امریکا د نیواکګر پوځ قوماناندانو او د کابل ګوډاګیانو وضعیت ناسم تعبیر کړی دی، او فکر کوي چې مجاهدین کمزوري شوي او یا د مشرتابه د بدلېدو له کبله له ستونزې سره مخامخ شوي دي.»
ده همداراز ادعا کړې چې د روژې او اختر له تېرېدو وروسته طالبان بېرته د جنګ میدان ته تللي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۳ ولسوالۍ نیولي دي.
د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف دنفورد د افغانستان له درې ورځڼي سفره وروسته اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو بریدونه کم شوي او دی په دې برخه کې محتاطه خوشبیني څرګندوي.
ده وویل، سره له دې چې اټکل یې کاوه چې په سږني دوبي کې به د طالبانو بریدونه تر تېرو کلونو زیات شي خو تراوسه دغسي نه ده.
د امریکا لوی درستیز همداراز ویلي، د تېرکال په نسبت د طالبانو له خوا بریدونه لږ شوي، خو هیڅ تضمین نه شي کیدای چې یوځل بیا وضعیت او د جګړې انډول بدل شي.
تاسو خو داسې مسلمانان یی چې روژې او اختر ته احترام لرئ. کوم جاهل طالب تر اوسه روژه نیولې؟ ستاسو په ناپاکو لیکو کې خو ټول هغه بد فعله، بې دینه، د سیمې بد نام او وحشي خلک شاملیږي چې نه يې لمونځ ياد وي او نه روژه پيژني. ستاسو تعداد خوپه روژه کې زیاتیږي،ځکه ټول روژه خواره له تاسو سره شاملیږي تر څو د خلکو نه د ټوپک په زور خواړه واخلي. ښه به دا وي چې خپله ماتې ومنئ، سلاح وغورځوئ او په حیا کې تسلیم شئ، ټول پدې پوهیږو چې پاکستان مو په زور رالیږي، اوس خو به درته ثابته شوي وي چې ستاسو بادار هم په تورخم کې په ګونډو شو افغان ځواکونو ته په کمه سترګه مه ګورئ او مه پرې خپل ځانونه نابودوئ. چې دا ټوله نړۍ هم درسره شي بریالي کیدی نه شئ، ځکه خلک درڅخه کرکه لري،
خدای مو وشرموه تاسی خو جنګ هم عبادت بللو او ټولو وطنوالو هیله لرله چی په دی مبارکه میاشت کی به تاسی خپلو قتلونو ته دوام نه ورکوی تاسی دزیات تشویق لپاره په زیات ثواب خلک غولول ، د دروغو منزل لنډ وی ستاسی خپلی خبری هم هیروی ، دمرحوم مولوی صاحب په نامه تاسی په جعلی فتواګانو نه شرمیږی چی دوه کاله مو دغه مظلوم ملت ته چل ورکړی تاسی خپلو ځانونو ته هره ګناه حلاله بولی ، او حیله ورته جوړوی ، بس دی خدای ته وګور ددی دولتی رشوت خورو څخه هم په تنګ یو ستاسی څخه هم لږ په مونږ دواړه ظالمان رحم وکړی
طالبان درواغ وائې طالبان دا آئ ايس آئ بچان نه روژه پيژني نه خدائ نه رسول.
ديهودو او هندوانو دي دهغو دسپو بلا پر طالبانو وګرځي دا طايفه نه منطق لري نه شرف اونه حيثيت دا طايفه دانسان په لباس کي مطلق منحوس دشيطان طايفه ده
صرف او صرف لوټ ته سجده کوي.
دا دطاعون مرض دئ بايد دوا پاشي سي.