تاند- وسله والو طالبانو نن /شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سولې په خبرو اترو کې ګډون نه کوي.
د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین له څلوراړخیزو غونډو وروسته اعلان وشو چې د مارچ میاشتې په لومړیو کې به په پاکستان کې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت استازي مخامخ خبرې وکړي.
طالبانو په دې اړه په تېره یوه میاشت کې هیڅ راز غبرګون نه و ښوولی خو نن دې ډلې په زغرده وویل چې د اسلام اباد د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي.
په دې خبرپاڼه کې، چې ذبیح الله مجاهد رسنیو ته لېږلې ده، د سولې په خبرو کې د نه ګډون علت د امریکايي پوځیانو له لوري د شپې عملیات، هوايي بمبارۍ او د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د جګړو تشدید بلل شوی دی.
« دا چې له یوې خوا امریکایان افغانستان ته نوي تا زه دمه ځواکونه را لیږي، په مختلیفو جبهو کې لاهم هوایې بمباردته دوام ورکوي او دشپي په چاپو کې په خپله ونډه اخلي, له بلې خوا دکابل ادارې په مختلیفو ولایتو نوکې جګړي پرا خي کړي دي او په سره ژمي یې په زرګونو کورنۍ دخپلو مېنو پرېښو دو ته اړ ایستلي دي, ورسره په څنګ کې دمذاکراتو او څلور اړخیزو غونډو جریان او تبلیغات هم ښه په قوت کې روان دي, دغه دوه متضاد حرکتونه په داسې حال کې جریان ته لویدلي دي چې داسلامي امارت سیا سي دفتر دمذاکراتو په اړه په جر یان کې نه دی اچول شوی او نه هم دافغاني مطرحو شخصیتونو غوښتني په پام کې نیو ل شوي دي.»
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د طالبانو په استازیتوب هیچا ته د سولې په څلور اړخیزو خبرو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، تر څو چې بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي، له تور لیسته د طالبانو د مشرانو نومونه نه وي ایستل شوي او طالب بندیان خوشي شوي نه وي، خبرې نتیجه نه ورکوي.
دا په داسي حال کې ده چې د سولې خبرې د دې لپاره کېږي چې په ترڅ کې یې ښکېلې خواوې پر خپلو شرطونو باندې چېنې ووهي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې ډېرې حربې لري چې د هغو په وسیله طالبان د جګړې بس کولو او د سولې خبرو ته حاضرولی شي.
دوی ویلي، لږترلږه د طالبانو مشران او د هغوی د کورنۍ غړي له خپلې خاورې ایستلی شي.
همداراز د افغانستان او پاکستان استازو په څلور اړخیزو غونډو کې موافقه کړې چې که هره ډله خبرو او سولې ته نه حاضرېدله، په ګډه به یې پر ضد عملیات کوي.
دا پنجابیان هم بلا کوی ، غله ته وایی غلا کوه او د کور څښتن ته وایی ويی نیسه چی غل درغي . حتما له کاسی لاندی کومه نیم کاسه شته ، خو زما په ګمان د ټالیبانو ورکاوي لکه چی راغلی ، پنجاب غواړی ځان لدې شرمه خلاص کړی او له بلی خوا به یوڅو ملاضعیفان بیا ګوانتانامو ته وليږی تر څو د یو دو کلونو بودجه تکمیله کړی.
« جهاد افغانستان ، دفاع پاکستان ده» . که په افغانستان کې جنګ څومره اوږد شی د پاکستان ژوند به هغومره اوږد وی.
باید وویل شی چی افغانستان یو مستقل هیواد دی ، خپل انتخابی ولسمشر ، اساسی قانون ، کابینه او وزیران لری ، په ملګرو ملتونو کی یی بیرغ لوړ او رپانده دی.
که کوم هیواد اشغال شی ، نو بیا پورته ذکر شوی نښی نه لری. لکه کشمیر چی د هند او پاکستان له خوا اشغال شویدی یا تبت د چین له خوا ، فلسطین د اسراییلو له خوا .
د نړۍ له سلو ډیر هیوادونه د افغانستان قانونی او رسمی دولت په رسمیت پيژنی، حال داچی د طالبانو واکمنی یواځی دریوو هیوادونو په رسمیت پيژندلی و، د طالبانو ادعا کاملا بی اساسه ده ، دوی د خپل هیواد خلک وژنی ، اقتصادی تاسیسات ورانوی ګټه یی یواځی مغرضو ګاونډیو ته رسیږی. نور خپل ځانونه او هیواد وال مه په کړاو کوی.
ذبیح الله خان ډير په زړه پورې غوښتنې لري: په دوی دې بمبار نه کیږي، په دوی دې عملیات نه کیږي. نو معنی دا چې دوی دې پریښودل شي چې د افغانانو په وینو خپله تنده سړه کړي او خپل تور بادار خوشحاله کړي. که دا دوه سری دولت درسره سوله هم وکړي نو بیا هم افغانان ستاسو نه کرکه لري او خپل غچ به حتمي اخلي. ځکه تاسو وحشیانو ډيرې میندې بورې او کونډې کړي.
افغان دولت هم سهوه کوي چې ددوی سره د سولې خبرې کوي، دوی خو غلامان دي باید ددوی د بادار پاکستان سره خبرې وکړي. ځکه چې بادار وي د مریي حق نشته چې ځان په سړو کې شمار کړي. کله چې ازادي واخلي او د غلامۍ ځنځير د غاړې وغورځوي نو بیا امکان شته چې د خبرو جوګه شي.
ماشاءالله دطالبانو پدې اعلان خو مې زړه یخ شو، پاکستان ، امریکا او افغان حکومت خو عملا دطالبانو سره په جګړه کې ښکیل دي څلوراړخیزې غونډې هیڅ مفهوم نلري ، اوس به ان شاءالله امریکا او دامریکا غلامان محوه کیږي. طالبه په زړه کې مې ځای درکړو. ژوندی دې یې سرلوړی دې یې او تل دې په دیموکراتانو او وطن پلورونکو له خدایه بریالی غواړم ستاسو پدې اعلامیه باندې داسلام او افغانستان د دښمنانو زړونو وڅیرلی شول . او دمسلمانانو زړونه مو وګټل.
طالبان که رښتیا ووایو : معقولې غوښتنې لري، که امریکا سولې ته ژمنه وي د دوی غوښتنې منل ورته ګران کار نه دی، یواځي په کمزوریو پسي بد رد ویل خلګوته آسانه دي زوراور ته نو څه نه شي ویلای.
طالبانو افغانستان تبا او برباد کړ، طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ارمانونه پوره کړل د یو څو مثالونه به زده درته ووایم:
– سوونه ښوونځي يي تړلي ساتلي او لکونه افغانان یې له زده کړو محروم کړل
لسګونه زره بی ګناه افغانان یی ووژل
د افغانستان د پرمختګ مخه يي ډب کړه
په سوونو مشراان او مخور چي د لوی افغانستان طرفداران وو هغویی ټول شهیدان کړل
د طالبانو له لاسه پاکستان د ډیورنګ کرښه نږدې ده چې پر افغانانو یی ومني او دغه لوی ټبر په سینه کي نیمایی کړی
طالبانو دپرویز مشرف د هغو ارمان لپاره کار وکړ چي بوش ته یی ویل چي پښتانه ډیر شریر قوم دی له یوی خوا یی تاسی وهی او له بلی خوا به یی موږ ووهو
ته لږ دا تیرو ۱۵ کلونو ته فکر وکړه چي طالبانو څوک تبا کړل
پښتانه یی له مکتب او علم څخه محروم کړل
پښتناه مشران یی ووژل
پښتانه یی له ښارونو وویستل
پښتانه یي د فقر او بیوزلۍ منګلو ته ور ټیل وهل
چيری پشتون کلی دی هلته یی جګړه ور وړه
ای افسوس ستاسی په منطق