تاند- په داسي حال کې چې په افغانستان او پاکستان کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو هڅې کېږي، افغان او پاکستاني طالبانو ژمنه وکړه چې په دواړو هیوادونو کې رژیمونو تر ړنګولو پوري به له جګړې لاس وانخلي.

دوی ویلي چې د دواړو هیوادونو ذژیمونو له لوېدیځو سیستمونو څخه الهام اخیستی دی.

ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې له اسلام اباده د خپل خبریال د راپور له مخې ویلي چې افغان او پاکستاني طالبانو په جلا جلا پیغامونو کې پر خپلو قربانیو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په اسلامي نړۍ کې د لوېدیځ د نفوذ او اغېز د پای ته رسولو لپاره پکار ده چې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړای شي.

د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر حکمت الله مسود ویلي: د ده ډله، چې د امریکا پرضد د ملا عمر له مقاومته یې الهام اخیستی دی، اوس په نړۍ کې د لوېدیځ پرضد د اسلامي غورځنګ برخه ده.

ده ویلي چې د طالبانو هدف دا دی چې په درسته اسلامي نړۍ کې، له قفقازه رانیولې، تر مرکزي اسیا او د افریقا تر صحراګانو پوري، واحد اسلامي خلافت رامنځته شي.

ده له طالبانو سره د پاکستان د خبرو د وړاندیز په اړه وویل چې حکومت دا وړاندیز وروسته له دې وکړ چې د طالبانو پرضد یې له ټولو تاکتیکونو کار واخیست او په ټولو کې ناکام شو.

افغان طالبانو هم په ورته پیغام کې د ولسمشرۍ انتخابات رد کړي او له خلکو یې هم غوښتي چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.

5 thoughts on “طالبان وايي، د لویدیځ پلوو رژیمونو تر پرزولو پوري به جګړه بس نه کړي”
  1. طالب د خپل نړۍ لیک په اقتضا باید همداسې تګلار ولري، او دوی له دې اخوا بل فکر نه شي کولای. که دا لیدتوګه په ۲۱ مه پیړۍ او په تېره بیا دپښتنو پر چاپیرچل کې د اندیښنې وړ ده خو ډېره د اندیښني وړ دا ده چې دوی ته وسلې او پیسې څوک ورکوي؟ که دوی سره دسیمې او له سیمې اخوا د جاسوسي سازمانونه ملاتړ او مرسته نه وي، طالب دومره بړ او پر خره سپور نه شي غږېدای.طالب سره نه یوازې فکري ژوره او هر اړخیزه مبارزه پکار ده بلکې د هغو جاسوسي سازمانونو افشاکول هم اړین دي چې طالب د دهغو پر اوږو سپور او دا ډول لاپې وهي.

  2. طالب د خپل نړۍ لید په اقتضا باید همداسې تګلار ولري، او دوی له دې اخوا بل فکر نه شي کولای. که دا لیدتوګه په ۲۱ مه پیړۍ او په تېره بیا دپښتنو پر چاپیرچل کې د اندیښنې وړ ده خو ډېره د اندیښني وړ دا ده چې دوی ته وسلې او پیسې څوک ورکوي؟ که دوی سره دسیمې او له سیمې اخوا د جاسوسي سازمانونه ملاتړ او مرسته نه وي، طالب دومره بړ او پر خره سپور نه شي غږېدای.طالب سره نه یوازې فکري ژوره او هر اړخیزه مبارزه پکار ده بلکې د هغو جاسوسي سازمانونو افشاکول هم اړین دي چې طالب د دهغو پر اوږو سپور او دا ډول لاپې وهي.

  3. da kho zama pa nazar sama khaber zaka na de che afghan taliban ba his kala ham da pakistan pa zad kom dasy aqdam onakry che hagha de pakistan pa zad ve zaka monga ye yoa dea kha tajroba laro kala che russia pa afghanistan bande yerghal wkro no zamonga ledderano ham hamda nary wahli che zamonga jahad ba tar hagha idama payda kre che tarso monga falistin aw hamdaranga pa tola nary ke islami khilapat na ve raghali kho kala che russan da afghanistan na wowatal da afghanistan da dawlat da raparzaolo lapara ye hamda shoar wo kho kala che da najeeb hokamt kot wkro no bia da har sa paty shol zaka che pakistan khapl hadaf tar lasa kary wo ham da os ham da hadi lapara hasi rawani de

  4. طالب جان د پاکستان د آی اس آی په خری سپور او کشمیر یی ولید . ګمان نه کوم چی طالب به په پاکستانی خری یا ګدو حج ته لاړ شی . د ده سرنوشت خو معلوم دی اما حیف او زر افسوس چی له ځان سره به افغانان او نور مسلمانان هم تباه کړی.

  5. زما یو سوال له دغه بی منتقه طالیبانو نه ده . له کومه څایه چی اسلام خپور شوی هغه خلک ناست دی د کفارو سره تجارتونه کوی ښی اړیکی ورسره لری. هما مونږ ته خو په کوچنی والی که ویل شوی وه چی د دادا ویاړونه به څامن ساتی نو که چیری څامنی دوسان شی نو بیا تربوان یی ساتی .نو تاسی د کوم کور سپی هستی چی هر سړی ته خوله اچوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *