تاند- طالبان وايي چې مشران یې په وروستیو کې افغانستان ته لېږدېدلي څو له خپلو پلویانو سره د هغو سیمو په ساتنه کې مرسته وکړي چې په تېر دوبي کې یې نیولي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس ته د طالبانو د رسمي ویاند په شمول څو سرچینو ویلي چې د طالبانو مشران له پاکستانه افغانستان ته تللي دي.
خو د افغانستان حکومت وايي، استخباراتي سرچینې دا ادعا نه تاییدوي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د وسله والو طالبانو مشران به، له شاوخوا ۱۵ کلونو وروسته ممکن بېرته افغانستان ته تللي وي څو د سږ کال په جګړه کې نیولې سیمې خوندي کړي او ځان ته د دایمي حضور امکان برابر کړي.
اژانس وايي، که دا خبره تایید شي نو معنا یې دا ده چې دا ډله د افغانستان د حکومت په وړاندې په جګړه کې په ځان باوري شوې ده.
دا هم کېدای شي چې دا د طالبانو له لوري له پاکستانه د ځان لېري کولو یوه هڅه وي.
اسوشیتید پریس وايي، په ۲۰۰۱ م کال د امریکا له حملې او د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د دې ډلې مشران د کوټې، کراچۍ او پېښور په شمول د پاکستان په ښارونو کې اوسېدل.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې د دوی د مشرتابه شورا څو میاشتې پخوا افغانستان ته انتقال شوې خو ده ونه ویل چې د افغانستان په کوم ځای کې ده.
د طالبانو یوه مشر وویل چې د دوی شورا هلمند ولایت ته لېږدېدلې ده.
دغه طالب مشر په امنیتي دلایلو نه غوښتل چې نوم یې واخیستل شي.
د طالبانو نورو سرچینو وویل چې د طالبانو قضايي، د جلب و جذب او مذهبي چارو شوراګانې هم د افغانستان جنوب ته وړل شوي دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وویل چې داسي کره شواهد نه لري چې دا خبر تایید کړي.
د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري وویل«هیڅ استخباراتي معلومات نه تاییدوي چې د طالبانو شورا دې افغانستان ته لېږدول شوې وي. موږ لا هم باور لرو چې دوی د افغانستان له دباندې څخه عملیات کوي.»
خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې د کابل حکومت له دې مسلې خبر دی.
د طالبانو یوه قوماندان اسد اغا اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې افغانستان ته د طالب مشرانو تګ به له دې ډلې سره مرسته وکړي څو هغه سیمې وساتي چې په تېر دوبي کې یې نیولي دي.
د طالبانو شورا ۱۶ غړي لري چې په ټول افغانستان کې د دې ډلې فعالیتونه څاري.