تاند – وسله والو طالبانو نن وویل چې له کندوزه خپل ځواکونه د دې لپاره باسي چې نور ملکیان ونه وژل شي.

طالبانو په عین حال کې ویلي چې د هیواد په نورو برخو کې به جګړې ته زور ورکړي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد دا خبره رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې وروسته له دې وکړه چې افغان امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې کندوز ښار یې له طالبانو پاک کړی او امنیتي ځواکونه د طالبانو د اصلي مرکزونو لور ته پر مخ روان دي.

د کندوز امنیه قومندان نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې امنیتي ځواکونو د کندوز – شېرخان بندر او کندوز- امام صاحب لویې لارې پرانستي او اوس په چهادره ولسوالۍ او ګورتېپه کې د طالبانو پر ضد په تصفیوي عملیاتو بوخت دي.

ګورتېپه او چهادره له ډېرې مودې راهیسي د طالبانو مهم سنګرونه بلل کېږي او د کندوز ښار په نیولو کې یې هم له دغو دوو مرکزونو کار واخیست.

طالبانو په جنوبي ولایتونو کې حجملې تېزې کړي دي. د کابل – کندهار لار یې د غزني په ساحه کې بنده کړې، پُلونه او پُلچګونه یې الوزولي او اوس په سلګونو بسونه، باري لارۍ او موټرونه بند پاتې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *