تاند- د کندوز ښاریان وايي چې امنیتي ځواکونه د طالبانو د موندلو لپاره کور په کور تلاشي اخلي، له ښاره د طالبانو بیرغونه لېري کوي او د ښار په څنډو کې له وسله والو طالبانو سره جګړې ته دوام ورکوي.

ښاریان تاییدوي چې د کندوز ښار مرکزي برخه کاملاً د حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

د طالبانو ویندوی هم، چې څو ساعته مخکې یې د کندوز له لاسه ورکول په کلکه ردول، اوس مني چې د ښار مرکز حکومت نیولی خو د دوی کسان لا هم د ښار په څنډو کې مقاومت ته دوام ورکوي.

د طالبانو ویندوی رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ښار له مرکزه د دې لپاره وتلي چې هلته د افغان او امریکايي پوځیانو له لوري محاصره نه شي.

نن ماسپښین د ښار په یو شمېر ودانیو کې اور بل شوی او لوګي ورڅخه پورته کېږي.

په همدې حال کې ویل شوي چې طالبانو د امام صاحب ولسوالي، چې پرون یې نیولې وه، بېرته له لاسه ورکړې ده. خو له بلې خوا طالبانو د بغلان تاله و برفک ولسوالي نیولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *