تاند- افغان طالبانو، چې د افغانستان د دولت پر ضد جنګېږي، اعلان وکړ چې له نوي حکومت سره به هم جګړې ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ پر انتخاباتو له څو میاشتې جنجاله وروسته پرون د ملي یووالي حکومت او د انتخاباتو پایلې اعلان شوې.

د ولسمشرۍ په انتخاباتو، په تېره بیا د دوهم پړاو انتخاباتو په لړ کې اکثرو طالب قومندانانو یا ونه غوښتل یا ونه کړای شول چې په خپلو سیمو کې خلک له رای ورکولو راوګرځوي او داسي ادعاوې هم شوي چې په ځینو سیمو کې طالب قومندانانو خلک هڅولي چې اشرف غني احمدزي ته رایې ورکړي خو له دې سره سره چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتیجه کې محمد اشرف غني احمدزی ولسمشره غوره شو، طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نوي حکومت پرضد به د تېر هغه په شان جنګ ته دوام ورکړي.

طالبانو انتخابات او د هغو په نتیجه کې د واک لېږد موافقه یوه جعلي امریکايي هڅه بللې ده.

دې ډلې په خپله اعلامیه کې، چې نن یې خپره کړې ده، همداراز ویلي:«د اشرف غني او نوي سمبولیک حکومت اعلان افغانانو ته په هیڅ صورت د منلو نه دی.»

طالبانو، چې ویل کېږي سیاسي مرکزونه یې په پاکستان کې دي، په خپله اعلامیه کې همداراز ویلي:«له اشغال څخه د خپل هیواد د بشپړ خلاصون او د اسلامي حکومت جوړولو ته د لارې د اوارولو لپاره به زموږ جهاد دوام وکړي.»

په تېرو کلونو کې طالبانو ویل چې یوازینۍ غوښتنه یې د بهرنیو ځواکونو وتل دي خو اوس چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو وخت په رانژدې کېدو دی، دې ډلې په خپل سبک د اسلامي حکومت د جوړولو غوښتنه هم زیاته کړې ده.

4 thoughts on “طالبان وايي، د نوي حکومت پرضد به هم د پخواني په شان جنګ ته دوام ورکړي”
  1. Fight against new afghan government as saying Taliban will,be continued. This is the world and demand of pakistan Isi.dear afghan brothers and sisters the only way to defet our enemies all should we give our hands to gether and make the strongest economy in the region. Good bless afghanistan Amen.

  2. د پنجابی د نمک حلال مزدورانو او غلامانو نه د افغانستان د ښیګړی هیله نه ده پکار-مونږ تاسو ډیر ښه پیژنو-لاس مو خلاص

  3. Da taliban ka pa khpl watan ke wai no bya ba mo wayaliway che da afghanan taliban di, kho na, da kaar aw khabare da pakistan di , da khwole da punjab de che ghorigi aw bad boya marazona dzine rawozi , aw da de cancer asli jai da che yaw ghat aprishan ghwari… no inshallah che dasi yaw ghat aw roshanfikra daktar ba akhir paidasi che da de badboya saratan boy tr abada pore wrak kri…..

  4. له طالب نه بله هیله کول هم غلط کاردی. څوک چی د پردیو د خوشحالی لپاره خپل هیوادوال وژنی، خپل هیواد ورانوی ، ښوونځی سوځوی نو هغه به عقل له کومه کړی او هغه به سیاسی او ملی شعور له کومه کړی. که عقل خرڅیدلی مابه یو څو طالبانو ته اخیستی وو که خپله نه پوهیږی نو له پنجابیانو یی زده کړی پنجابی طالبانو خو خپل پنجاب نه ورانوی که جنګ کوی هغه هم په پښتونستان او یا په افغانستان کی یی کوی. الله ج مو پوه کړه او د نیکی هدایت د درته وکړی او که د هدایت وړ نه یاست نو د ضیاالباطل په شان تباه او بربادشی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *