تاند- د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو له لوري د ټاپي پروژې د اجرايي چارو له رسمي پیل سره په یو وخت افغان طالبانو اعلان وکړ چې د دې پروژې ملاتړ کوي.
طالبانو ویلي، په دې خاطر د دې نللیکې او د هغې د امنیت ملاتړ کوي چې د هیواد د اقتصادي سوکالۍ لپاره ده.
نن د دې ۱۰ ملیارد ډالرې پروژې د جوړولو کار په افغانستان کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف، د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي او د هند په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر ایم. جې. اکبر له لوري پرانیستل شو.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي«د ټاپي پروژه چې د سیمې په کچه یوه مهمه اقتصادي پروژه ده او د هغې د احداث ابتکار هم د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال تر سره شوی له هغو مهمو صنعتي او اقتصادي پروژو څخه ده چې تکمیل یې په افغانستان باندې د امریکايي اشغال له امله تراوسه ځنډیدلی و.»
طالبانو په عین حال کې ویلي چې د افغانستان په خاوره کې د دې نللیکې د کار پیل ښه خبر دی.
طالبانو ویلي«په هغو سیمو کې، چې زموږ په کنټرول کې دي، اسلامي امارت د دې پروژې له اجرا کېدو سره بشپړه همکاري اعلانوي او د ټاپي پروژې اړونده جهتونه د اسلامي امارت د اصولي موقف رعایتولو ته متوجه کوي.»
طالبانو همداراز ویلي چې په دې پروژه کې امریکایانو ته کومه ګټه په لاس نه ورځي او ممکن د لوګر د مس عینک د پروژې په شان یې په لاره کې خنډونه جوړ کړي.
تر دې وړاندې د طالبانو انشعابي ډلې هم د دې پروژې له تطبیق سره همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړی و.
که د پاکستان لپاره هم دا کار کوي بیا یې هم کور ودان، د افغانستان په ګټه دی. مګر تاندوالو کور مو دې ژمي کی د ټاپي په ګازو ګرم شه تصویر د سرلیک سره سرنه خوري، طالبګی داسی ښکاري چی آرپي جي یې نل لیکې ته برابرکړی وی هههههه
ماشاءالله ځوانانو په دانر دریځ!
د دغو خام خولو اعلامیه خو یو پاراګراف اتومات د هغې بل پاراګراف ماتوي. په یوه پاراګراف کې لیکي چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پرمهال یعنې اوس واکمن نه دی او په بل پاراګراف کې لیکي چې اسلامي امارت د دې پروژې له تطبیق سره همکاري اعلانوي. خو لنډه یې ووایئ چې د پاکستان پوځ او آی ایس آی کوم غټ کوتک درښودلی او درته یې ویلي چې که له پایپ سره مو کار ولاره، دا کوتک وینئ…
ټاليبان چې په خپل وطن کې مکتبونه سوزوي، کلينکونه او شفاخانې الوزوي او پلونه تباه کوي نو هغه څنګه ده؟ دا له کله نه ټاليبان د خپل هيواد په ابادۍ او اقتصادي پياوړتيا مين شول؟ په کابل کې چې په يوه ورځ کې سلګونه خلک وژني، دا څنګه ده، ايا د ا د ملک اقتصا د ته ګټه رسوي.
زه حيران يم، که ټاپي پروژه عملي نه شي مونږ ته يې دومره تاوان نشته خو د بې ګنا خلکو وژل ډير تاواني دي
که دوى رښتيا نران وي او له خدايه ډاريږي ټاپي دې بيشکه بنده کړي خو خپل غم ځپلي هيوادوال دې نه وژني
په دانر دریځ یې هم د ډیرو سوزي
هههههه
ټاليبان نران نه دي، که نران واي د خپل وطن بې ګناه بچي به يې نه مړه کول… که دوی وطن دوسته وای نو مونږ به يې په ټوله انرژۍ ملاتړ کړی وای، خو افسو س چې دوی خرڅ شوي دي…. اوس يې چه د بعضو په اصطلاح نر دريځ يې غوره کړی دی ، دا ټول د پاکستان لپاره دی، نه د خپل وطن لپاره،… نو دوی نران نه دي او هيڅکله د نرانو دريځ نه شي خپلولي… څوک يې چه حمايت کوي هغوی هم ماده دي، نران نه دي