تاند- وسله وال طالبان وايي، د کابل ښار په نننۍ حمله کې لاس نه لري.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل د نن ورځې راکټي برید له دوی سره تړاو نه لري.
نن څو تنو ترهګرو عیدګاه جومات ته نژدې له یوه کور څخه پر وزیراکبرخان مېنې، ارګ او د ښار پر نورو برخو د هاوان ګولۍ وتوغولې.
ترهګر بالاخره د افغان امنیتي ځواکونو په ډزو له منځه لاړل. د کورنیو چارو وزارت وايي چې غالباً تروریستانو له دوو موټرو څخه د هاوان ګولۍ ویشتي دي.
داعش یا اسلامي دولت تروریستي ډلې ویلي چې دا برید دوی کړی دی.
په برید کې شاوخوا ۶ تنه ژوبل شوي دي او ویل کېږي چې څو تنه ترهګر ژوندي نیول شوي دي.
مخکې ځینو افغان او بهرنیو پوځي چارواکو ویلي و چې دا برید احتمالاً طالبانو کړی دی.
طالب او داعش د یوه سپي (پنجاب) زامن دي. دا چې طالب نور د پخوانیو تنظیمونو په څېر له موډه لوېدلو کې دی نو داعش پروژه یې پسې را واېستله.