تاند- طالبان وايي چې د کندهار ولایت ښوراوک ولسوالي یې نن /چهارشنبه/ نیولې ده.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې ښورابک یې له اوږدې محاصرې وروسته نیولې ده.

د ښوراوک ولسوالي ډېرې برخې له ډېرې مودې راهیسي د طالبانو په لاس کې وې خو د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومانداني او دولتي دفترونه د حکومت په کنټرول کې ول.

د ښوراوک د سقوط په اړه د کندهار چارواکو تراوسه څه نه دي ویلي.

طالبان وايي چې امنیتي ځواکونه د ولسوالي له مرکز او امنیه قوماندانۍ څخه د وتلو په مهال ټولو ودانیو او دفترونو ته اور ورته کړی دی.

ښوراوک د کندهار ولایت له مرکزه ۱۸۰ کیلومتره لېري د بلوچستان ایالت په پوله کې موقعیت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *