تاند- طالبان وايي چې د ولسي جرګې غړې فریبا احمدي یې د افغانستان په محبسونو کې د څلورو بندي ښځو د خلاصون په بدل کې خوشې کړې ده.

وسله والو طالبانو څه باندې دوې اوونۍ دمخه د کابل- کندهار په لویه لار کې د ولسي جرګې غړې فریبا احمدي له خپل موټره کښته او نامالوم ځای ته وتښتوله.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې، چې رسنیو ته یې لېږلې، ویلي چې فریبا احمدي، چې طالبانو د غزني په مربوطاتو کې نیولې وه، نن وروسته له دې خوشي کړه چې د افغانستان حکومت څلور ښځینه بندیانې او ورسره ماشومان خوشي کړل.

طالب ویاند دا هم ویلي چې فریبا احمدي یې«په خورا عزت» خپلو خپلوانو ته په غزني وږلایت کې سپارلې ده.

ذبیح الله مجاهد د بندي ښځو په اړه، چې له فریبا احمدي سره تبادله شوې ویلي:« ددي ښځو په جمله کې په ځینو باندي دکابل اداري دقاضیانو له لوري تر شلو کالو پوري دقید فیصله شوي وه »

 د افغانستان حکومت تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

3 thoughts on “طالبان وايي، فریبا احمدي یې په یوه تبادله کې خوشي کړه”
  1. زه د خدای په مخلوق الفاظو کې تر ټولو بد الفاظ د دغو سپکو، پردي پالو، تالیڅټو او د پنجابیانو په جوماتونو کې د رالویو شویو چڼو له پاره کاروم، خدای دې دوی په خپل قهر او غضب اخته کړي چې دوی مونږ ته نه افغاني غرور پرېښود نه یې پښتو راپرېښوده نه یې د پلار پګړۍ راپرېښوده، نه د ښځو کالي راپرېښودل نه یې نیکر راپریښود او نه یې هم مقعد او دغو د خدای په غضب اخته چڼو دا هر څه د پنجاب په غلامۍ کې د پنجابي پوځ او آی ایس آی له پاره خیرات کړل. یو څوک چې په دا پورته یادو شویو شیانو نه شرمېږي له هغوی نه نور د هیڅ شي تمه هم نشي کیدلی. بیا دې هم خدای دوی په خپل غضب اخته کړي او بیا هم.

  2. Ahmad, you are very right.

    These are the Panjabi slaves they are the Punjabi suckers, they will not feel the shame.
    Because the shameless people doing all things which is instructed by Punjabis

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *