تاند- طالبان وايي چې نن /دوشنبه/ د دوی استازو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د طالبانو د مشرانو او د امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې نن په قطر کې پیل شوې.»

طالبانو په وروستیو ورځو کې پټکه کړې وه چې که هغه موضوع چې د دوی په پام کې ده، د خبرواترو په اجنډا کې نه وي، له امریکا سره د سولې پیل کړې خبرې به ودروي.

دا ډله اصرار لري چې امریکا دې د خپلو پوځیانو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي خو امریکايي لوری وايي چې د ځواکونو د مهالوېش ترڅنګ د خبرو په اجنډا کې باید نور موضوعات هم شامل وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *