ملا حسن رحماني

تاند- وسله والو طالبانو د خپل یوه مشر ملا حسن رحماني مړینه تایید کړه، ویې ویل چې نوموړی د سرطان په ناروغۍ اخته و.

ملا حسن رحماني د طالبانو د کوټې شورا یا د طالبانو د رهبري شورا غړی و او د ملا اختر محمد منصور له مشرتابه سره یې مخالفت کړی و.

ده د تېر کال د جولای په میاشت کې د ملا عمر د مړینې د خبر له تاییدېدو او پر ځای یې د ملا اختر محمد منصور له ټاکل کېدو وروسته د ملا محمد رسول اخوند ملاتړ وکړ او ملا منصور یې د ملا عمر د مړینې په پټولو تورن کړ.

ملا حسن رحماني د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کندهار والي او د جنوبي زون تنظیمه ريیس و او د طالبانو د تحریک مشر ملا محمد عمر اخوند ته نژدې کس بلل کېده.

رحماني د ۲۰۰۱ په پای کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته د طالبانو د نورو مشرانو په شان کوټې ته پناه یووړه او تر پایه همالته واوسېد.

طالبان وايي چې ملا محمد حسن رحماني تېره شپه د سرطان ناروغۍ له کبله سا ورکړه.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي ویلي چې ملا حسن رحماني د کراچۍ په یوه روغتون کې بستري و.

7 thoughts on “طالبان وايي، ملا حسن رحماني په کراچۍ کې مړ شوی”
  1. سرطان مرطان نشته. کومه پرزه چې د آی اېس آی نوره نه په کارېږي هغه له منځه وړي خو دا چې یو افغان وو وبه لیکم چې خدای دې یې وبخښي او مرګ یې د پنجابیانو په کثیفو لاسونو د افغانستان د بې ګناه خلکو د وژنو پای شه. وایي چې د تنظیمونو په وخت کې به هر ځل چې تنظیمونو والا امریکا ته تلل آی اېس آی به ورته هلته د یوه پاکستاني په یوه هوټل کې ځای نیوه او ورته به یې ویل چې دا ارزان دی پاتې پیسې به په جهاد کې ولګوئ په داسې حال کې چې د هغه هوټل هره کوټه او د ناستې خونه د آی اېس آی له خوا په پټو کمرو او مایکونو باندې سمبال شوې وه چې د تنظیمونو هیئت به باد خوشې کړ هم به آی اېس آی پرې پوهېده یعنې تنظیم خېلو نشوای کولی چې حتی یو امریکایي ډونر په مستقل ډول وویني یا ورسره خبرې وکړي. نو دا خلک هم هماغه شی دی.‌

  2. دی ته هیڅ افغان نه ویل کیږی چی د بل د ګټو لپاره کارکوی او بیا چی نور کار تری نه اخیستل کیږی نه مرداری کړی.
    که دا افغان و نو په کراچی کی څه کول؟

  3. زه طالبانو ته وایم چې لږ فکر وکړی، تر څو به مو پردي استمالوي او خپل به درباندې وژني او بیا به ستاسو د هریوه پایله همداسې وي لکه د ملاعمر، ملا منصور ، ملارحماني ، یاسر او…

  4. دا ټول آي ايس آي جوړه وي مشر کوي مشهورکوي او کله چي آي ايس آي پو هشي چي نور کار ورڅخه نشي اخستل کيداي او د آي ايس آي دکنټروله وزي نو بيا هغه ترورکيږي او وژل کيږي او طا لب مشران بايد پردى پوهشي چي ددوي انجام به هم همداسي وى

  5. سوک چه دپردیو لپاره کارکوي معلوم دي
    چه په کراچی کی مرسویوي هیس گناهگار ندی زکه چه پخپل هیواد کی یی امریکایان اوغلامان نه پریگدي

  6. سلام دادی سرطان مسله نده د مرحوم ملا ربانی مرګ هم په سرطان اعلان شوو ولی داسی نه وو هغه هم د پاکستان په هغه زهری معیادی پیچکاری مړ سو او س داهم ، افسوس ای جنټانو د په خپل وطن سر ورکړی په میړانه و مری او له دی مردود پاکستانه خپل وار واخلی او ځپل هیواد جوړ کړی ګنی همداسی به د ۵ کلدارو په پیچکاری د تور پنجابی له لاسه مری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *