تاند- د وسله والو طالبانو ویندوی وايي چې دا ډله به هیڅکله له داعش یا د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره پخلا نه شي.

د بلومبرګ خبري کانال د راپور له مخې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې طالبان به په افغانستان کې د داعش د نفوذ مخه ونیسي.

مجاهد بلوکبرګ ته په استولي برېښنالیک کې همداراز د داعش د نفوذ په اړه راپورونه له مبالغې ډک بللي او ویلي یې دي چې استخباراتي ادارې هڅه کوي چې په افغانستان کې د داعش قدرت او نفوذ زیات وښيي.

ده په عین حال کې وویل چې طالبانو له داعش سره د سولې اوپخلاینې لپاره له ټولو امکاناتو او انتخابونو کار واخیست، خو د داعش پلویان په منطق نه پوهېږي او له هغوی سره سوله او خبرې ممکنې نه دي.

راپورونه وايي چې د داعش غړیو په ننګرهار ولایت کې مضبوط مرکزونه جوړ کړي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو عملیاتو او د امریکا هوايي حملو د دې ډلې غړي له دغو مرکزونو څخه ایستلو ته اړ کړای شوي نه دي.

له بلې خوا د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې خلک وايي چې داعش د لوړ معاش، موټرسایکل، وسلې او نورو امتیازونو په وړاندې کولو سره خپلو لیکو ته جنګي کسان جذبوي.

د طالبانو ویندوی وویل چې داعش په افغانستان کې څوک منلی نه شي ځکه چې د دې ډلې غړي شوکماران، اختطافچیان او داړه ماران دي او خپل هدف ته د رسېدو لپاره په خلکو کې وېره او ترهه رامنځته کوي.

د طالبانو ویندوی باوري دی چې که په افغانستان کې غښتلی او اسلامي حکومت جوړ شي، ناممکنه ده چې افغانان د داعش هرکلی وکړي.

د طالبانو ویندوی دا هم وویل، افغانستان ته د داعش د ډلې له راتګ سره امریکایان او متحدان یې له ۱۵ کاله جګړې وروسته له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه.

مجاهد د طالبانو خپلمنځي اختلافات کم اهمیته وبلل او له بهرنیو پوځیانو یې وغوښتل چې له افغانستانه ووځي.

One thought on “طالبان وايي، هیڅکله به له داعش سره سوله ونه کړي”
  1. داعش او طالبان دواړه د افغانستان د پرمختګ په لاره کې ستر خنډونه دي، که اوس احیانا له طالبانو سره د سولې خبرې وشي او طالبان سولې ته غاړه کېږدي، نو داعش به د دولت په وړاندې يو بل ستر سرخوږی وي، ځکه دطالبانو او داعش دواړو په يوه اخور دانه خوړلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *